افغان مېرمنې

کابل کې د مېرمنو حق‌غوښتنې لاریون؛ مېرمنې: ښځې مه محوه کوئ

اطلاعات روز: پلازمېنې کابل کې یو شمېر ښځې واټونو ته راوتي او له طالبانو غواړي چې دوی ته په نوي حکومت کې د کار، تحصیل او سیاسي مشارکت حق ورکړي.

دغو مېرمنو نن (سه‌شنبه، ۲۶ د زمري) کابل کې لاریون کړی. په هغه وېډیوګانو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوي، دغه مېرمنې په یوه غږ له طالبانو ګڼې غوښتنې کوي.

دوی وایي: «افغان ښځې شتون لري. کار، تحصیل او سیاسي مشارکت د هر افغان ښځې حق دی. د افغان ټولنې نیمایي ښځې جوړوي. ښځې مه محوه کوئ. ښځې مه خپه کوئ. د ښځو غږ اوسئ. د افغان ښځو غږ ته درناوی وکړئ.»

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې طالبانو پر کابل واکمنېدو سره، د افغانستان مخکینی حکومت سقوط او پر افغانستان یې ولکه ټینګه کړه.

افغان مېرمنو له دې وړاندې په کراتو د نوي حکومت راتګ سره د خپل کار، تحصیل او سیاسي مشارکت حق غوښتلو غږ پورته کړی، خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو واکمنېدو سره دغه شمېر مېرمنې د یو سوله‌ییز لاریون په ترسره کولو افغان مېرمنو لپاره پورته غوښتنې کوي.