اطلاعات روز: ننګرهار کې د ختیځ خپرندویه ټولنې یو مسوول وایي، د دې ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د ملي بیرغ پورتهکوونکو له ډلې یو تن په ډزو لګېدلی او وژل شوی دی.
د ختیځ خپرندویه ټولنې یو مسوول عبدالرازق همدرد نن (چهارشنبه، ۲۷ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن جلال اباد ښار کې سلګونه لاریون کوونکو غوښتل د ښار په مختلفو سیمو کې د هیواد ملي بیرغ وځړوي، خو د طالبانو له لوري یې پر ضد هوایي ډزې شوي دي.
هغه وایي، د یادو ډزو پرمهال جلال اباد ښار کې د سهار خپرندویه ټولنې مسوول زاهدالله د ملي بیرغ د پورته کولو پرمهال په مرمۍ لږېدلی او وژل شوی دی.
نن په جلال اباد ښار کې سلګونو ځوانانو د ملي بیرغ په ملاتړ تر یوه لاریون وروسته په پښتونستان واټ او نورو بیلابیلو سیمو کې ملي بیرغ هسک کړ، چې پرمهال یې د لاریون کوونکو او طالبانو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځته شو.
ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب ادارې ویلي چې د یاد لاریون پرمهال د اریانا نیوز او پژواک خبري اژانس کمره مینان هم د طالبانو له لوري ډبول شوي دي.
تراوسه ولایتي ادارې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.