بیرغ

د سوېل ختیځ زون اوسېدونکي: طالبان دې د ملي بيرغ مخالفت نه کوي

خبریال: حبیب الله سراب

په هيواد د وسله والو طالبانو له ولکې وروسته د يادې ډلې کسانو په بېلابېلو ښارونو کې په ملکي او امنيتي ادارو د هيواد ځوړند درې رنګه بيرغ راښکته او پرځای يې د خپل تحريک سپين بيرغ ځوړند کړ، چې دا چاره د خلکو له کلک غبرګون سره مخ شوې ده.

د پکتيا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایت اوسېدونکو هم په ټولنيزو رسنيو کې له وسله والو طالبانو غوښتي، چې د افغانستان له درې رنګه بيرغ سره روان مخالفت ته د پای ټکی کيږدي.

د دوی په خبره، چې تور، سور او زرغون بيرغ له کوم ګوند او ډلې پورې اړه نه لري بلکې دا د افغانانو ملي هويت دی او نړيوال يې هم په همدې بيرغ پيژني.

د پکتیا ولایت اوسېدونکی سالم ځدراڼ وايي، د طالبانو له راتګ سره هيڅ مخالفت نه لري او نه يې هم چا مخالفت کړی دی، خو د نوموړي په وينا چې طالبان بايد د ميليونونو افغانانو غوښتنې ته احترام ولري او ملي بيرغ پر خپل ځای پرېږدي.

د هغه په خبره، چې افغانان په سپين نه بلکې په تور، سور او زرغون بيرغ پېژندل کيږي.

ځدراڼ وويل: «د ۱۳۵۶ او ۱۳۵۸ ترمنځ د ببرک کرمل د واکمنۍ پر مهال دوه بیرغونه وو چې یو ګوندي او بل دولتي و. ګوندي بیرغ هماغه د خلق سور بیرغ و او تور، سور، زرغون بیا دولتي بیرغ و، نو مونږ اوس طالبانو ته دا وایو، چې تاسو خپل بیرغ د یو ګوند یا تحریک په ډول وکاروئ، خو ملي بیرغ باید په هماغه ځای پاتې شي.»

د دوی په خبره، چې تور، سور او زرغون بيرغ له کوم ګوند او ډلې پورې اړه نه لري بلکې دا د افغانانو ملي هويت دی او نړيوال يې هم په همدې بيرغ پيژني.

د دې ولايت يو بل تن اوسېدونکی سردار ګل نوري اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، که وسله وال طالبان غواړي، چې د ولس زړونه خپل کړي، نو ملي سرود او ملي بيرغ ته بايد احترام وکړي او له منځه وړولو يې ډډه وکړي.

نوموړی وايي: «که طالبان وايي، چې زمونږ په بیرغ کې کلمه لیکل شوې، خو بیا که ملي بیرغ ته وګورو، نو هلته د کلمې «لا اله الا الله محمد رسول الله» مباركه كلمه ترڅنګ د «الله اكبر» کلمه هم لیکل شوې، نو ولې له دې بیرغ سره مخالفت وشي او یا ورته احترام ونه شي، هیله مو دا ده، چې دا سخته پریکړه عادي مه بولئ او افغان ولس یې باید په کلکه مخالفت وکړي.»

د هیواد ملي بیرغ څه باندې سل کاله وړاندې د شاه غازي امان الله خان د واکمنۍ پرمهال د لویې جرګې له خوا تصویب شو، خو له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې اوسنی درې رنګی بیرغ په هماغه ځای پاتې دی.

خو په هیواد د اسلامي امارت وسله والې ډلې له حاکمېدو وروسته له دولتي او ملکي ادارو یاد بیرغ لرې شوی دی.

د خوست ولایت اوسېدونکی محمد حنیف تڼیوال وویل، چې دوی د درې رنګه ملي بیرغ علاوه بل هیڅ ډول بیرغ په رسمیت نه پیژني او نه هم ورته د منلو وړ دی.

د هیواد ملي بیرغ څه باندې سل کاله وړاندې د شاه غازي امان الله خان د واکمنۍ پرمهال د لویې جرګې له خوا تصویب شو، خو له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې اوسنی درې رنګی بیرغ په هماغه ځای پاتې دی.

هغه زیاتوي، چې د اوسني بیرغ جوړښت او رنګونه افغان تاریخ ښيي.

هغه په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «افغانستان کې بیرغ کارول تاریخي مخینه لري، مونږ تور، سور او زرغون رنګه بیرغ لرو، چې په دې مو نړیوال هم پېژني، دا چې طالبان په افغانانو خپل د تحریک بیرغ مني، نو ګمان نه کوم، چې څوک ورته احترام وکړي او یا یې په رسمیت وپېژني، نو ښه دا ده، چې بیرغ او ملي سرود په خپل ځای پرېږدي او په دې کې له تغیر راوستلو ډډه وکړي.»

پکتیکا کې هم ځوانانو په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه غبرګونونه څرګند کړي او د ملي بیرغ راښکته کول یې د ملي هویت سپکاوی بللی دی، د مرکز ښرنې اوسېدونکی شاه نواز ملنګ سپین بیرغ د طالبانو ډلې ځانګړی او درې رنګی بیرغ بیا د هیواد د ټولو خلکو ملي نښان یادوي.

ښاغلي ملنګ وویل: «د افغان بیرغ اوسني رنګونه له تاریخي پلوه خورا ټولیز دي، خو که سپین هم ور زیات شي، ښايي ووایو چې تر ټولو بشپړ شو، ځکه تېر کې موږ همدا تور، سور، زرغون او سپین رنګ درلودل. زما په نظر همدا درې رنګونه سور، تور او زرغون چې د سبمول په توګه غوره شوي، تراوسه غوره رنګونه دي.»

د ټولنيزو رسنيو يو تن کارکوونکی خان ولي افغان هم د طالبانو مخالفت له ملي بيرغ سره د اندېښنې وړ بولي او وايي، د دې بيرغ لپاره له کلونو راهيسی افغانانو قرباني ورکړې او نړيوال يې هم په سپين نه بلکې د هيواد په ملي بيرغ پېژني.

هغه وويل: «مونږ په فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو کې دا مبارزه پیل کړې، چې بیرغ باید بدل نه شي او ملي بیرغ په خپل ځای پاتې شي، مونږ د طالبانو له واکمن کېدو سره مخالفت نه کوو، خو دوی هم باید د ولس غوښتنو ته درناوی ولري او په ځینو ملي مسایلو کې له تغیر راوستلو ډډه وکړي.»

د ټولنيزو رسنيو يو تن کارکوونکی خان ولي افغان هم د طالبانو مخالفت له ملي بيرغ سره د اندېښنې وړ بولي او وايي، د دې بيرغ لپاره له کلونو راهيسی افغانانو قرباني ورکړې او نړيوال يې هم په سپين نه بلکې د هيواد په ملي بيرغ پېژني.

د بیرغ په اړه د سله والو طالبانو د ډلې ویاند تېره ورځ په پلازمینه کابل کې د خبري ناستې پرمهال وویل، چې دوی لا پریکړه نه دی کړې، چې کوم بیرغ دې د هیواد د ملي بیرغ په نوم ونمول شي.

ذبیح الله مجاهد چې په لومړي ځل یې د رسنیو په مرکز کې خبرې کولې، وویل، چې د سپین او درې رنګه بیرغ په اړه به راتلونکی ټول شموله حکومت پریکړه کوي.

نوموړي داسې وویل: «د بیرغ په اړه تر اوسه د اسلامي امارت له خوا کومه پریکړه نه دی شوې، چې کوم بیرغ باید د هیواد ملي بیرغ شي، خو زه دومره ویلی شم، چې د ملي بیرغ په اړه به په راتلونکي ټول شموله حکومت کې پریکړه کیږي، چې دوی کوم بیرغ د ملي بیرغ په توګه مني.»

د هیواد د اساسي قانون په ۱۹مه ماده کې راغلي چې «د افغانستان بيرغ له تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ شوی دى. درې واړه ټوټې په مساوي ډول له كيڼ نه ښي لور ته په عمودي ډول سره پرتې وي او د هر رنګ سور د هغه د اوږدو نيمايي دى چې په منځ كې يې دافغانستان ملي نښان ځاى پرځاى شوى دى.»

د ملي بیرغ په اړه د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو اندېښنې په داسې مهال ډېرې شوې، چې د اسلامي امارت وسله والې ډلې له مهمو ځایونو ملي بیرغ ښکته کړی، خو لاهم په ځینو واټونو کې یاد بیرغ ځوړند دی.