خوست

طالبانو د خوست په ښاريانو له تېرې شپې راهيسې ګرځبنديز لګولی

اطلاعات روز: طالبانو په يوې اعلاميه کې له خوست ميشتو غوښتي، چې تر نامالومې نېټې په ښار کې له تګ-راتګ او فعاليت کولو ډډه وکړي.

دغه ګرځبندیز تېره شپه (چهارشنبه، ۲۷ د زمري) د طالبانو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې اعلان شوی دی. په دې اعلاميه کې راغلي، چې د طالبانو ځينې وسله والې ډلې د خپلو مخالفو کسانو پر وړاندې او د ښار امنيت ټينګښت لپاره عمليات ترسره کوي.

په دې ولايت کې د مرکز يو تن اوسېدونکي داود اطلاعات روز سره په ټليفوني خبرو کې وويل، چې دوی ته له کله راهيسې چې اعلان شوی، نو بيا له کوره نه دي وتلي او د ښار ټولې هټۍ هم تړل شوې دي.

طالبانو دوه ورځې وړاندې د ختيځ زون په جلال اباد ښار کې هم ورته اقدام کړی و.