د افغانستان پاکستان کرکټ
Afghanistan's Hazratullah Zazai (L) waves away bowler Pakistan's Shaheen Shah Afridi after hitting another shot for four runs during the 2019 Cricket World Cup warm up match between Pakistan and Afghanistan at Bristol County Ground in Bristol, southwest England, on May 24, 2019. (Photo by Glyn KIRK / AFP) (Photo credit should read GLYN KIRK/AFP/Getty Images)

د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبې بل کال ته وځنډېدې

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د افغان او پاکستانۍ کرکټ لوبډلو یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ تر نامالومې نېټې وځنډېدې.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن (سه‌شنبه، ۲ د وږي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه لوبې اوس لپاره ځنډېدلي خو زیاتوي چې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې به ترسره شي. نوموړي د دې لوبو کره نېټه او دا چې په کوم هېواد کې به ترسره شي، له څه ویلو ډډه وکړه.

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې د افغانستان په کوربه‌توب سریلانکا هېواد کې پلان شوې وې، خو هلته د کرونا له امله له قرنطین وروسته اټکل کېده چې پاکستان کې به ترسره شي، خو د نامالوم لامل له امله اوس لپاره وځنډول شوې.

ځینو رسنیو بیا د دې ځنډ لامل د سفر لوجیستیکي ننګونې او ټول افغانستان کې حاکم وضعیت یاد کړی دی.

له دې وړاندې بیا پر ټولنیزو رسنیو ځینو افغانانو پاکستانۍ لوبډلې سره د همدې لوبو لغوه‌کېدو غوښتنه کړې وه. دوی ویلو ول چې پاکستان د افغانستان چارو کې لاسوهنه کوي او په یو ډول افغان جګړه کې ښکېل دي، نو ځکه باید ورسره لوبه و نه شي.