لطف‌الله کامران

لطف‌الله کامران لا هم د طالبانو ولکه کې؛ پکتیاوال د ده او نورو خوشې کېدو غوښتنه کوي

خبریال: حبیب‌الله سراب

د لغمان د مخکیني امنیه قوماندان کورنۍ د هغه خوشي کېدو ته شېبې شماري، د پکتیا اوسیدونکي له طالبانو د هغه د خلاصون غوښتنه کوي.

په هیواد د طالبانو له کنټرول وروسته د یادې ډلې له خوا د افغان حکومت ټولو امنیتي او ملکي چارواکو ته عمومي عفوه اعلان شوه او دا ډاډ هم ورکړل شو، چې له کومې ستونزې او اندېښنې پرته له خپلو کورنیو سره ژوند ته دوام ورکړي، خو د دوو اونیو په تېرېدو لاهم د لغمان امنیه قومندان لطف الله کامران، والي او د ملي امنیت ریس لاهم د دوی له خوا بندیان شوي دي، چې دې موضوع له خلکو سره ګڼې پوښتنې راپیدا کړې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له غوښتنې وروسته د پکتیا اوسېدونکو هم له طالبانو د امنیه قومندان او پاتې نورو کسانو د خلاصون غوښتنه وکړه.

دوی وايي، د قیصاري په ګډون ځینې کسان چې په جنګي جرمونو ککړ و، له نیول کېدو وروسته په هماغه ورځ خوشي کړل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي، خو د دوی په خبره، چې د لغمان امنیه قومندان لطف الله کامران، والي ځینې نور کسان د نامالومو دلایلو له امله له یادې ډلې سره د بند شپې او ورځې تېروي.

د مرکز ګردېز اوسېدونکی ملک جانباز احمدزی وايي، د لغمان امنیه قومندان لطف الله کامران په پکتیا کې هم دنده ترسره کړې، چې خلک ورڅخه خوښ و او تل یې غوښتل، تر څو ولس ته سوکالي راولي، هغه زیاتوي، چې کامران باید خپلو ماشومانو ته بیرته راخوشی کړل شي.

د لغمان د مخکیني امنیه قوماندان کورنۍ د هغه خوشي کېدو ته شېبې شماري، د پکتیا اوسیدونکي له طالبانو د هغه د خلاصون غوښتنه کوي.

احمدزي وویل: «مونږ په دې برخه کې د اسلامي امارت له مسوولینو مننه کوو، چې د حکومت خلکو ته یې عمومي عفوه اعلان کړې، خو د لغمان امنیه قومندان لطف الله کامران، والي او د ملي امنیت ریس هم باید خوشي کړي، دوی په څه او ولې تر اوسه بندیان دي، که عمومي عفوه شوې ده، نو زمونږ ترې غوښتنه دا ده، چې یاد کسان هم ازاد کړي.»

د پکتیا ولایت یو بل تن اوسېدونکی بادام ځیرک اطلاعات روز سره په خبرو کې د لغمان د امنیه قومندان بندي کول، د طالبانو نه بلکې د ګاونډیو استخباراتو کار بولي، هغه وايي، کامران په وروستۍ ویډیو کې د پاکستان په ناروا جګړې نیوکه کړې وه.

نوموړي وویل: «که عمومي عفوه وي، نو ولې کامران، والي او ځینې نور کسان لاهم بندیان دي، زما په فکر د دوی جرم به هغه وي، چې د پاکستان په ضد یې څرګندونې کړې وې، خو زما غوښتنه له طالبانو دا ده، چې په کړې عمومي غفوه باندې باید عمل وشي او یاد کسان له قید او شرط پرته خوشي کړل شي.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ د خبري ناستې پرمهال یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ، چې ټولو ته عمومي عفوه شوې او خلک دې له وېرې بهرنیو هیوادونو ته له تګ ډډه وکړي، خو د دې ولایت یو بل اوسېدونکی او قومي مشر حاجي داود بیا د قیصاري خوشي کول او د لطف الله کامران ځینو نورو چارواکو بندي کول بې عدالتي بولي او وايي، د یادو پخوانیو امنیتي مسوولینو ته په کورونو کې د هغو ماشومان انتظار دي.

هغه وايي: «مونږ دا توپیر نه کوو، چې قیصاري ولې ازاد ګرځي او لطف الله کامران، والي او نور د لغمان مسوولین بندیان دي، زمونږ ګیله دلته دا ده، چې هغوی هم د قیصاري او نورو چارواکو په څېر کورنۍ او ماشومان لري، د دوی ماشومان په دې تمه دي، تر څو یې د کور همدا سرپرستان ورته راخوشي کړي.»

د پکتیا ولایت یو بل تن اوسېدونکی بادام ځیرک اطلاعات روز سره په خبرو کې د لغمان د امنیه قومندان بندي کول، د طالبانو نه بلکې د ګاونډیو استخباراتو کار بولي، هغه وايي، کامران په وروستۍ ویډیو کې د پاکستان په ناروا جګړې نیوکه کړې وه.

که څه هم ځینو طالب چارواکو د هغوی د خوشي کولو فرمان هم ورکړی دی، خو د یادو کسانو برخلیک لاهم نه دی مالوم.

سمونوال لطف الله کامران په غزني کې له پاڅون وروسته د پکتیا د امنیت آمر، په پکتیکا کې د امنیه قومندان او له هغه وروسته د لغمان جګړې د کابو کولو لپاره لغمان ولایت ته د امنیه قومندان په توګه تر لېږل کېدو وروسته نظام ړنګ او نوموړي ځان د نورو امنیتي مسوولینو په څېر طالبانو ته تسلیم کړ، که څه هم له کامران لوړ پوړي چارواکي بښل شوي، خو هغه لاهم له والي او د ملي امنیت له ریس سره یو ځای د بند شپې او ورځې تېروي.