اکبر اغا

سیداکبراغا «طالبانو ضد مقاومت جبهې» ته: زموږ او تاسو هیله اسلامي نظام و او اوس ټینګ شوی

اطلاعات روز: د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبراغا پنجشېر کې د طالبانو ضد د مقاومت پر جبهې غږ وکړ چې له مقاومته لاس واخلي او طالبانو سره یو ځای شي.

د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر نن (پنجشنبه، ۱۱ د وږي) کابل کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، چې د دوی او پنجشېریانو هیله پخوا او اوس هم اسلامي نظام و او د ده په ټکو چې له طالبانو پرته بل هېڅوک اسلامي نظام نه شي ټینګولی.

ښاغلي اکبراغا له همدې امله پنجشېر کې له یادې جبهې وغوښتل چې له طالبانو سره یو ځای شي. هغه وویل: «په پنجشېریانو ورونو موږ غږ کوو چې راځئ، موږ او تاسو کومه توقع او تمنا چې درلوده چې که د روسانو په وخت کې مو کومه توقع او تمنا درلوده، که اوسني وخت کې مو کومه توقع او تمنا درلوده، موږ د اسلامي نظام توقع او تمنا درلوده، زه تاسې ته اطمینان درکوم چې اسلامي نظام له طالبانو پرته بل څوک نه شي راوستی، سل په سلو کې اسلامي نظام، ځکه علما دي.»

د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبراغا زیاته کړه چې بهرنیانو غوښتل افغانان سره وجنګوي او د افغانستان جګړه لا پسې اوږده شي، خو په وینا یې چې ناکامه شول.

ښاغلي اکبراغا همدارنګه له ټولو افغانانو وغوښتل چې د طالبانو حکومت تایید کړي. ځکه په وینا یې چې دا اسلامي نظام دی او ټولې ښېګڼې په دې نظام کې شته دی.

سید اکبراغا په خپلې وینا کې وویل چې باید د نړیوالو له بندیزونو افغانان و نه ډار شي، ځکه په وینا یې چې نړیوال پر افغانستان بندیزونه نه لګوي او زیاتوي که ویې لګوي هم، ښایي ډېر کم هېوادونه داسې کار وکړي.

نوموړي دغه راز له طالبانو وغوښتل چې د امریکا د بشپړو وتلو ورځ راتلونکې کې د خوشحالۍ د ورځې په توګه ونمانځي او نورې ټولې مناسباتي ورځې لغوه کړي.