سرای شهزاده

کابل کې د شهزاده سرای پرانیسته او د صرافانو اندېښنې؛ «بانکونه ډېرې کمې پیسې راکوي»

اطلاعات روز: کابل کې د صرافانو تر ټولو لوی مارکېټ شهزاده سرای پرانیستل شوی او خلک او صرافان د پیسو په راکړه ورکړه اخته دي.

د شهزاده سرای مرستیال حاجي دادګل اطلاعات روز ته وویل، چې دغه سرای نن (شنبه، ۱۳ د وږي) سهار اته بجې رسمآ پرانیستل شوی دی.

خو حاجي دادګل خصوصي بانکونو ته د افغانستان بانک له خوا د پیسو ورکولو پر محدودیت نیوکه کوي او وایي چې په پام کې نیول شوې پیسې د دوی اړتیاوې نه شي پوره کولی او سترې ننګونې سره یې مخ کړي دي.

هغه وویل: «دوی [صرافان] بانکونو سره امانت لري. خو د افغانستان بانک له لوري خصوصي بانکونو ته یو مکتوب لېږل شوی چې پنځه سلنه ډالر او ۲۰ سلنه افغانیو ورکړې سپارښتنه یې ورته کړې ده چې دا بې نهایته ډېر اندک او زموږ اړتیاوې نه شي پوره کولی.»

د شهزاده سرای مرستیال زیاتوي چې دا دوراني او د سوداګرۍ پیسې دي او د افغانستان بانک باید په لومړي ځل لږ تر لږه د پنځوس سلنې ورکړې اجازه ورکړې وی، څو دوی پرې کار روان کړی وی. هغه وویل: «په یو لک ډالرو کې پنځه زره ډالر ورکوي او دا هېڅ شی هم نه دي، صرافان په دې کې د خلکو امانت ورکړي، کاروبار پرې وکړي.»

خو ښاغلي حاجي دادګل وویل چې د افغانستان بانک مسوول سره یې خبرې وکړې او هغه ورته ویلي چې دا یې یو مقدماتي چلند دی او ډاډ یې ورکړی چې ژر به دا محدودیتونه له منځه یوسي.