اطلاعات روز: پلازمېنه کابل کې د مېرمنو په ګډون سلګونه تنو د پاکستان ضد شعارونو په ورکولو لاریون پر لاره اچولی دی.
دغه لاریون نن (سهشنبه، ۱۶ د وږي) سهار پیل او لاریونوال کابل کې د پاکستان سفارت پر لور روان دي. دغه لاریونوالو د «مرګ پر پاکستان» او «ژوندی دې وي افغانستان» شعارونو په ورکولو سره له افغانستانه د پاکستان د وتلو غوښتنه کوي.
دوی دغه راز غوښتنه کوي چې نوی حکومت باید خپلواکه او ټولشموله وي او ټولو پرګنو ته باید په کې ځای ورکړل شي. دوی زیاتوي چې د پاکستان «لاسپوڅې» حکومت نه غواړي.
دغه راز ویل کېږي د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم ورته لاریونونه شوي او د پاکستان ضد شعارونه په کې زمزمه کېږي.
دغه لاریونونه پنجشېر کې د مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود «ملي قیام» ته د خلکو له وربللو او دغه راز کابل ته د پاکستان د ای اس ای د مشر فیض حمید له سفر وروسته دی.