کونړ

پاکستان پر کونړ د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي

اطلاعات روز: کونړ کې یو ځایي سرچینه وایي، د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ پاکستاني ځواکونو د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړي دي.

د سرکاڼو ولسوالۍ یو ځایي اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط  نن (سه شنبه، ۱۶ د وږي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پاکستاني پوځیانو له تېرو څلورو ورځو راهیسې د یادې ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو پر کورونو د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل کړي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې زیاتره هوایي مرمۍ د سرکاڼو ولسوالۍ په سړوبۍ، مماڼو مېنه، څپري او ګنجګل سیمو کې د ملکي خلکو پر کورونو لګېدلي، چې له امله یې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي او لسګونه څاروي وژل شوي. دغه راز ځایي خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

سرچینه زیاتوي چې پاکستاني ځواکونو د ډزو سربیره د کونړ د ځنګلونو قطع کیدو لړۍ هم پیل کړې ده.

په ورته مهال په کونړ کې طالب چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط تایید کړې، چې پاکستانیو ځواکونو پر سرکاڼو د توپونو ګڼې ډزې کړي او همدا راز يې د هغوی له لوري د ځنګل وهل هم منلي او ویلي یې دي چې یاد راپور يې مرکزي مشرانو ته رسولی دی. تراوسه پاکستاینو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.