اطلاعات روز: د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي وایي، د افغانستان وروستۍ پېښې له هغې ډلې د پوځ پاشلکېدل او د دولت نسکورېدل، د وړاندوینې نه ول، خو باید دې هېواد کې د ټیکاو لپاره هېوادونه باید د افغانستان خلکو ته د نوي ډیپلوماتیک حضور ډاډ ورکړي.
قریشي چې نن (چهارشنبه، ۱۷ د وږي) د افغانستان ګاونډیو هېوادونو وزیرانو ناسته کې خبرې کولې، وویل چې افغانستان کې وروستیو پېښو، سیمه د نړیوالو د پام مرکز ګرځولی دی.
د هغه په وینا، افغانستان کې د وضعیت بدلون څرنګوالی افغانانو، سیمې او نړۍ ته ژورې پایلې لرلی شي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د پوځ پاشلو او نظام سقوط لپاره له وړاندې ټولې ارزونې، اشتباه وې او هېچا نه شوی کولی چې د هغې وړاندوینه وکړي.
هغه که څه هم د افغانستان بدلونونه ناڅاپي یاد کړل، خو له هغې سره یې د دې هېواد د وګړو وینې نه تویېدنه د «مهم ټکي» په توګه یاده کړه.
د قریشي په باور افغانستان اوسنی حالت ښيي چې په دې هېواد کې د اوږدمهاله او کورنۍ جګړې لرلید نه ښکاري.
په دې ټولو سره د پاکستان بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې اوسنی حالت «پېچلی» او د بدلون وړ یادوي.
نوموړي د طالبانو د نوې سرپرستې کابینې اعلان یو پرمختګ یاد کړ او ویې ویل چې د سیمې ټول هېوادونه باید افغانستان کې د تازه واقعیت سره سم خپلې پنجې نرمې کړي.
قریشي هیله ښودلې چې افغانستان کې سیاسي وضعه هر څه ژر ټیکاو ته ورسېږي او عادي شي.