پکتیا نېزه بازي لوبه

پکتیا کې د امن ټینګښت سره د نېزه‌بازي مړې لوبې بیاژوندي کېدل؛ په ډول او ډزو بدرګه شوه

خبریال: حیب الله سراب

زرمت په تېر حکومت کې د پکتیا ولایت تر ټولو ناامنه ولسوالۍ بلل کېده. د نورو برخو ترڅنګ یې په لوبو هم خورا منفي اغېز کړی و. په یاده ولسوالۍ کې د نېزه بازي تکړه او مسلکي لوبغاړو شتون درلود، خو د جګړو له امله یې لوبو کولو ته زړه نه ښه کاوه. هغوی د دې لوبې لپاره ساتل شوي ځانګړي اسونه په خپلو کورونو کې له لوبو پرته ساتل، خو کله چې له تېرې میاشتې راهیسې په هیواد کې جګړه پای ته رسېدلې، نو زرمت کې یو ځل بیا د نېزه بازي دودېزه لوبه د ژوندي کېدو په خوا شوې.

څو ورځې وړاندې په زرمت ولسوالۍ کې یاده لوبه په خورا لویه کچه ترسره شوه. د پخوا سره یې توپیر دا و، چې د ملي بیرغ پر ځای خلکو په لاسونو کې د طالبانو سپین بیرغ نیولی و او د لوبغاړو هڅونه یې کوله.

د غبرګو ډول وهوونکو له خوا یې د ننداره چیانو شور دوه برابره کړی و، د لوبې پر مهال د لوبغاړو له ښې کارکردګۍ سره سم به په لوبغالي کې د طالبانو له خوا خوښي په هوايي ډزو بدرګه کېدله.  

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي محمد کریم وايي، پخوا د امنیتي ستونزو له امله دا لوبه خورا پیکه وه او لوبغاړو یې د ترسره کولو لپاره زړه نه ښه کاوه.

د نوموړي په وینا، چې له څو کلونو وروسته دوی په لومړي ځل په دومره لویه کچه د لوبې ننداره کوي، هغه د نېزه بازي لوبه له کلتوري او اسلامي اړخه ښه یادوي.

څو ورځې وړاندې په زرمت ولسوالۍ کې یاده لوبه په خورا لویه کچه ترسره شوه. د پخوا سره یې توپیر دا و، چې د ملي بیرغ پر ځای خلکو په لاسونو کې د طالبانو سپین بیرغ نیولی و او د لوبغاړو هڅونه یې کوله.

هغه وايي: «تاسو باور وکړئ، چې نن دې لوبې ته زه ډاډه د جنګ له وېرې پرته راغلی یم او دلته لسګونه کسان هم چې راغلي، شاید د زیاترو یې لومړی ځل وي، زمونږ په سیمه کې د جګړو له وېرې دا لوبه نه ترسره کېدله او که وه به هم، نو څوک به نه ورته راتل، هره ورځ به دلته جګړې وې، اوس مونږ ډېر خوښ یو، چې سوله راغله او نېزه بازي لوبه بیا د ښه کېدو په خوا روانه ده، ځکه دا زمونږ فرهنګي لوبه ده.»

د زرمت ولسوالۍ یو بل تن اوسېدونکي او قومي مشر جمعه ګل اطلاعات روز ته وویل، په تېر حکومت کې د نېزه بازي لوبې ته څومره چې لازمه وه، پام ونه شو، خو نوموړی د طالبانو په راتګ هیله مند دي، چې همدا مړه لوبه بیا راژوندۍ او د لوبغاړو په مخ کې پرتو ستونزو حل ته یې پام وشي.

جمعه ګل وویل: «مونږ څو ځله د لوبغاړو ستونزې له پخواني حکومت سره شریکې کړې، چې د نېزه بازي لپاره هغه امکانات لکه د مناسب لوبغالي جوړول، د اسونو لپاره د وښو او نورو ستونزو حل، دا ټولې ستونزې مو ورسره شرېکې کړې، خو متاسفانه چې هیچا هم ورته پام ونه کړ او ټول پام یې په غربي لوبو لکه کرکټ، فوټبال او داسې نورو و.»

د نېزه بازي یو تن لوبغاړي کلیم الله زرمتي له اطلاعات روز سره په خبرو کې له طالبانو ولایتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې د افغانانو همدا د نېزه بازي پخوانۍ لوبه بیا را ژوندۍ او لوبغاړو ته د دې زمینه برابره کړي، چې د پکتیا سربېره په نورو ولایتونو کې هم سیالۍ ترسره کړي.

خلک له طالبانو د دې لوبې پرمختګ ته کار غواړي.

نوموړی وايي: «دا لوبه اوس هم مړه ده، مونږ چې د نورو لوبو مینوالو ته ګورو زمونږ د نېزه بازي لوبې ته اوس هم کم کسان راځي، خو که د طالبانو حکومت ورته پام وکړي، نو دا لوبه به بیا را ژوندۍ او د پکتیا په ګډون به په پکتیکا، خوست او د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم سیالۍ ترسره کړو.»

په پکتیا کې د طالبانو ځايي چارواکي خلکو ته د ډاډمن امنیت خبره کوي او وايي، د ورځنیو چارو ترڅنګ ځوانان کولی شي، چې هر وخت او په هر ځای کې ورزشي لوبې ترسره کړي.

زرمت کې ځايي قومندان قاري عبدالقیوم ذاکر وايي، د نوي حکومت له جوړېدو وروسته به د نورو برخو ترڅنګ ورزش او په تېره بیا دودیزو لوبو ته هم ځانګړې پاملرنه کیږي.

ذاکر داسې وویل: «په ورزش برخه کې مونږ له هیچا سره ستونزه نه لرو، خو په شرعي لباس کې، نو مونږ تازه واک تر لاسه کړی، مشرانو چې کله حکومت جوړ کړ، له هغه وروسته به خلکو ته خدمتونه وړاندې کوو او لوبغاړو ته به هم ځانګړې پاملرنه کوو او ستونزو ته به یې انشاءالله چې رسیده ګي کیږي.»

زرمت کې ځايي قومندان قاري عبدالقیوم ذاکر وايي، د نوي حکومت له جوړېدو وروسته به د نورو برخو ترڅنګ ورزش او په تېره بیا دودیزو لوبو ته هم ځانګړې پاملرنه کیږي.

نېزه بازي یو داسې لوبه ده، چې لوبغاړی په اس سپور وي، د لرګي ډانګ ورسره او په سر کې یې د غیشي په ډول اوسپنه وصل شوې وي، نوموړي ته د نورو کسانو له خوا یو د لرګي مېوږی خښیږي، همدا په اس سپور شخص له یو لارې ځای څخه په اس منډه راکوي او هغه ته خښ کړای شوی لرګی په په هماغه غیشي پورته کوي او له هغه وروسته ورته نمرې ورکول کیږي.

که څه هم خلک د نېزه بازي لوبې بیا را ژوندي کېدو ته خوښ هیله مند دي، خو بل لورته بیا خوسی، تېږه اچول، توره وهل، او ځینې نورې هغه دودیزې لوبې دي، چې د سویل ختیځ زون په مرکز پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې ګڼ مینوال لري، د ځینو نورو لوبو له مروج کېدو وروسته دا لوبې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.