اطلاعات روز: د چاپیریال ساتني ملي اداره د نورستان د ځنګلونو د له منځه وړلو په اړه د انديښنې په څرګندولو وايي، د طالبانو ډله باید د دې «بېرحمه» کړنو مخنیوي وکړي.
د چاپیریال ساتني ملي ادارې تیره شپه (یکشنبه، د وږي ۲۱مه) په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ويلي، چې په دې وروستیو کې په «نورستان کې ځنګلونه په ډېر بيرحمۍ د برقي ارو سره رېبل کیږي.»
په نورستان کې د دې اداري یو غړي بهیرګل صابري د دې ولایت مرکز پارون ښار کې د یوې وېډیو په خپرولو سره ویلي چې په دې ښار کې د ونو د رېبلو شاهد دی.
له دې سره د چاپيریال ساتني ملي اداري په اعلامیه کې ټينګار شوی : «تمه ده چې مسووله اداره ډیر ژر د ځنګلونو د له منځه وړلو مخنیوی وکړي.»
په اعلامیه کې راغلي دي چې ځنګلونه عامه شتمني ده چې د هوا په پاکولو، د سیلابونو مخنیوي او د طبیعت په ښکلا کې ډیر مهم رول لري. د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ویلي چې د هیواد ټول وګړي دې د ځنګلونو د ساتني برخه کې برخه ولري.
تېر کال (۱۳۹۹) د غبرګولي په ۱۸مه د نورستان ولایت ځنګلونه د خوندي سېمو او ملي پارک په توګه اعلان شول. د چاپیریال ساتني ملي ادارې په هغه وخت کې ويلي و چې دا سیمې د جدي پاملرني لاندې دي .