د یونما مرستې

ننګرهار کې اړمنو کورنیو ته د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې مرستې ورسېدې

اطلاعات روز: د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي، دغه ولايت ته د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې غیر خوراکي توکو مرستې رارسېدلي او ډېر ژر به پر اړمنو کورنيو وويشل شي.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي مدثر همراز نن (دوشنبه، ۲۲ د وږي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (UNHCR) سره يې اړمنو کورنيو ته د مرستو د راجلبولو په موخه پرلپسې ناستې کړې دي او تمه ده په بېلابېلو برخو کې به اړمنو کورنيو سره لازمې مرستې ترسره شي.

د ښاغلي همراز په خبره، د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې له ننګرهار سره د غير خوارکي توکو لکه د خيمو، ترپالونو، کمپلو، د پخلنځي لوښو او روغتيايي توکو مرسته کړې ده.

نوموړی وايي، ډېر ژر به دغه مرستې پر بې‌ځايه شويو او اړمنو کورنيو وويشل شي.

مولوي مدثر همراز زیاته کړه: «د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست د پرله پسې هڅو وروسته د ملګرو ملتونو ادارې دې ولایت سره د خوراکي او نورو اړمنو توکو مرسته کړې او دا مرستې رارسیدلي دي چې په نیږدې وخت کې به یې ډیر ژر پر خلکو وویشو.»

نوموړی وايي چې UNHCR او نورو مرستندویه ادارو سره يې پرلپسې ناستې کړي، چې نورې مرستې يې هم جلب کړي او تمه ده په بېلابېلو برخو کې به اړمنو کورنيو سره لازمې مرستې تر سره شي.