انتوني بلینکن

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: طالبانو ټولشموله او نړیوالو معیارونو سره سم حکومت نه دی جوړ کړی

اطلاعات روز: د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، طالبانو و نه شو کولی چې د نړیوالو معیارونو له مخې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

ښاغلي بلینکن دا موضوع تیره ورځ (دوشنبه، ۲۲ د وږي) د لومړي ځل لپاره له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د خپل هېواد کنګرې د استازو پر وړاندې یاده کړه. هغه دا هم وویل چې طالبان د خپل حکومت مشروعیت لاسته راوړلو لپاره دوی د بشري حقونو برخو کې تمو او ژمنو عملي کېدو ته اړ دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د یو استازي په ځواب کې چې «ایا امریکا د افغانستان حکومت په رسمیت پیژني؟» په ځواب کې وویل چې د هغې لپاره لومړی شرط دا دی چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د مزارشریف په شمول بهرنۍ الوتنې بیرته پیل شي.

په ورته وخت کې هغه ټینګار وکړ چې د بهرنیو مرستو په ترلاسه کولو او د طالبانو اړتیاوو ته په پام کې نیولو سره، نړیواله ټولنه پر طالبانو فشار راوړلو لپاره داسې پلمې په لاس کې لري تر څو خپلو ژمنو ته ژمن پاتي شي.

انتوني بلینکن په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې امریکا د افغانستان خلکو ته خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو ویلي دي چې دا مرستې هیڅکله د طالبانو له لارې نه تر سره کیږي.

ښاغلي بلینکن د کابل او مخکینې حکومت سقوط د طالبانو په لاس اشاره وکړه او ویې ویل چې داسې حالت يې هیڅ نه اټکل شوی. د هغه په وینا افغانستان د بهرنیو ځواکونو په درلودو سره په ۲۰ ورځو کې سقوط وکړاو همداسې هغه پوځ چې شل کاله پرې پانګونه شوي وه، له منځه لاړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د افغانستان څخه د دې هیواد د پوځیانو د وتلو د څرنګوالي په دفاع کې وویل، هغه څه چې اوسني حکومت د امریکا له پخواني حکومت څخه په میراث وړي، یوازې د وتلو نېټې لپاره یو وضرب‌الاجل و، نه په افغانستان کې د نظامي حضور د پای ته رسولو لپاره یوه برنامه.

په ورته وخت کې هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د امریکایي پوځ ډېر وخت پاتې کیدل ډیر بدلون نه راوسته.

په افغانستان کې د امریکا حضور چې د ۲۰۰۱ د سپتامبر له ۱۱مې وروسته پیل شو، له ۲۰ کالو وروسته پای ته ورسیده. د امریکا دې شتون په افغانستان کې له دوه زرو میلیارده ډالرو څخه ډیر لګښت دې هیواد ته اووښتی دی. په دومره وخت کې شپږ زره امریکایي پوځيان او ۱۰۰ زره افغان پوځیان او ملکي وګړي وژل شوي دي.

د امریکايي سرتیرو وروستۍ ډلې د وږي په ۸مه افغانستان پریښوده او شاوخوا یوه اونۍ وروسته طالبانو د وږي په ۱۶مه طالبانو د خپلو سرپرستانو کابینه اعلان کړه. د کابینې اعلان شوي نوملړ پر اساس ملا محمد حسن آخند د رییس الوزرا په توګه او ملا عبدالغني برادر او ملا عبدالسلام حنفي د هغه د معاونانو په توګه ګمارل شوي دي.

د طالبانو بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب، د دفاع وزارت سرپرست په توګه او ملا سراج الدین حقاني هم د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ګمارل شوي دي.

د طالبانو په کابینه کې هیڅ ښځه شتون نه لري او داسې ښکاري چې د ښځو وزارت هم حذف شوی دی. همداسې د طالبانو په کابینه کې لږه‌کي هم لږ شمیر شتون لري.