اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې ناپېژنده کسانو له یو سړي سر پرې کړی دی.
یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (سهشنبه، ۲۳ د وږي) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، نن سهار وختي د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند کابل هډې سیمه کې ناپيژنده کسانو د یو کس له تنې څخه سر پرې کړی دی.
د یادې سرچینې په وینا، د وژل شوي جسد هملته نهر ته غورځول شوی چې وروسته د ځایي خلکو له لوري له اوبو راویستل شوی دی.
سرچینې زیاته کړه چې د وژل شوي کس هویت مالوم نه دی او جسد یې د ننګرهار سیمهییز روغتون ته انتقال شوی دی.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
دا په تېرو دوو اونیو کې درېیمه هدفي وژنه ده چې د جلالاباد ښار په بېلابېلو سیمو کې ترسره کیږي.