طالبان

ازبکستان افغانستان سره د سلګونه ټنه خوراکي او طبي توکو مرسته وکړه

اطلاعات روز: د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مسوولین وایي، ازبکستان هېواد افغانستان سره د ۱۳۰۰ ټنه خوراکي او طبي توکو مرسته وکړه.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله واثق نن (سه‌شنبه، ۲۳ د وږي) پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه مرسته د بلخ ولایت حیرتانو ښار کې د ازبکستان د ولسمشر استازي له لوري، طالب مسوولینو سره شوې ده.

ښاغلي واثق لیکلي چې د حیرتان ښار کې د موادو د تسليمي په اړه په دایر شوي مجلس کې د ازبکستان د ولسمشر استازي عصمت اکا او نورو ازبکستاني چارواکو او د طالبانو ویاند او د اطلاعات کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد او د بلخ والي قدرت‌الله ګډون درلود.

دا مرسته په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د افغانستان له نوي حکومت سره ځینو هېوادونو لکه قطر، بحرین، پاکستان، متحده عربي امارات او ځینو نورو هېوادونو خپلې بشري مرستې کړي دي.

له دې وراخوا بیا ملګرو ملتونو په خپلې پرونۍ ناسته کې هم، افغانستان سره له یو مېلیاردو ډېرو ډالرو مرسته اعلان کړه. د دې سازمان په وینا چې دغه مرستې به په راتلونکو څلورو میاشتو کې افغانستان سره وشي.