د افغانستان بانک

د افغانستان بانک بیاځلي راکړه ورکړه کې د افغانیو په کارولو ټینګار وکړ

اطلاعات روز: د افغانستان بانک له خلکو، دولتي او خصوصي ادارو او موسسو غوښتي چې په اقتصادي راکړه ورکړه، قراردادونو او پولي معاملو کې افغانۍ وکاروي.

د افغانستان بانک نن (چهارشنبه، ۲۴ د وږي) له خپلې فیسبوکپاڼې په خپره‌کړې یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره په راکړه ورکړه کې ټول افغانان باید افغانۍ وکاروي.

دې بانک لیکلي: «د افغانستان بانک د قانون ۳۳مې مادې سره سم د افغانستان دودیزې پیسې او پولي واحد افغانۍ دي. له همدې امله د ټولو افغانانو، دولتي او خصوصي ادارو او موسسو څخه غوښتل کېږي څو په قراردادونو، نورو پولي معاملو او په اقتصادي راکړو ورکړو کې له افغانیو کار واخلي، څو اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره شي.»

له دې وړاندې هم د افغانستان بانک نورو بانکونو ته حکم کړی و چې حوالې باید یوازې په افغانیو وکړي. دا خبره رویټرز خبري اژانس ته ځینو سرچینو کړې وه.

یاد خبري اژانس د روانې وږي میاشتې په ۲۰مه په خپل خپاره کړي راپور کې د سرچینو له خولې ویلي و چې د دې پرېکړې لامل د ډالرو د ساتلو لپاره د افغانستان بانک وروستۍ هڅه ده چې په اوسني وخت کې د افغانستان په بازارونو کې کم شوي دي.