اطلاعات روز: د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین وایي چې نږدې راتلونکې کې به یو منظم او ځواکمن پوځ جوړ کړي.
د طالبانو لوی درستیز چې نن (چهارشنبه، ۲۴ د وږي) یې کابل ښار کې یوې راټولېدنې ته خبرې کولې، وویل چې د پوځ جوړېدو لپاره سلا مشورې روانې دي. هغه ټینګار وکړ چې د دې پوځ ځواکونه باید داسې وروزل شي چې وکولی شي له افغانستانه ساتنه وکړي.
دغهراز فصېحالدین زیاته کړه، طالبان هغه خلک چې د «قومیت» او «مقاومت» په نوم، له «ډیموکراسۍ ملاتړ» او د «۲۰ کلنو لاسته راوړنو» خوندیتوب لپاره د دې ډلې پر وړاندې درېږي، ځپل کېږي.
د هغه په وینا، دا وګړي د امنیت ګډوډولو او کورنیو جګړو ته د هېواد دننه کولو پسې دي. د طالبانو لوی درستیز ټینګار وکړ چې هغوی ته به د «امنیت ګډوډولو» او افغانستان «وینې تویولو» ته پرېنږدي.
هغه له ځانګړو نومونو او ډلو نوم وانه خیست، خو د طالبانو په لاس د کابل سقوط سره، احمد مسعود د ولسي ځواکونو او د مخکیني دولت لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون پنجشېر ته لاړل او طالبانو سره جګړې لپاره یې د ملي مقاومت جبهه جوړه کړه.
د دې جبهې ځواکونو پنجشېر او بغلان کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ او د هغوی قوماندان احمد مسعود وویلې چې پنجشېر کې ولاړېدنه، ټول افغانستان لپاره د ودرېدو یوه بېلګه ده. له هغې څو ورځې وروسته طالبانو پبر پنجشېر خپلو بریدونو ته زور ورکړ او بالاخره د دې ولایت مرکز د وږي په ۱۵مه طالبانو ونیو.
د ملي مقاومت جبهې اعلان کړه چې طالبانو د پنجشېر مرکز بازارک پر ښار تر ولکې ټینګولو وروسته، دغلته پر وژنو لاس پورې کړ.