اطلاعات روز: د هېواد مالیې وزارت وایي، د دولتي کارکوونکو د معاشونو اجرا لړۍ کې رامنځتهشوې تخنیکي ستونزې د لهمنځه تلو په حال کې دي او د پاتې ادارو د معاشونو ورکړې لپاره په چټکۍ کار روان دی.
د مالیې وزارت نن (پنجشنبه، ۲۵ وږي) په دې اړه پر خپلې فیسبوکپاڼې خپرهکړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو اجرا پروسه د ځینو تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلې وه، خو په وینا یې چې دا ستونزه اوس د حلېدو حال کې ده.
مالیې وزارت وایي: «په دې لړ کي د ځينو اداراتو د کارمندانو د معاشاتو پروسه تکميل سوې ده او د نورو اداراتو د معاشاتو پر اجراء باندي هم په ډېر سرعت کارونه روان دي.»
خبرپاڼه وایي، د ماليې وزارت په دې برخه کي اړونده ادارو سره په جدي ډول د دې مسلې د ژر اتمام په هڅه کي دی.
مالیې وزارت زیاتوي، د طالبانو نوی حکومت د مشخصو شويو ادارو د معاشاتو پر اجرا د يو منظم پلان له مخي مخته روان دی. دې وزارت پر کارکوونکو غږ وکړ چې په ډاډه زړه خپلو دندو ته دوام ورکړي.