خیرخوا

خیرالله خیرخواه: رسنۍ دې هغه منځپانګه خپره کړي چې هغې کې د دنیا او اخرت خیر وي

اطلاعات روز: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وايي، چې رسنۍ دې هغه څه وړاندې کړي چې په هغې کې د «د دنیا او اخرت» خیر نغښتی وي.

هغه په یو وېډیویي پیغام کې چې تېره ورځ (جمعه، د وږي ۲۶مه) خپور شو، ویلي چې موږ (د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او رسنۍ) د یو او بل په ملتیا باید هغه څه خپل ملت ته وښایو چې خلک ترې ګټه واخلي.

خیرالله خیرخوا زیاته کړې چې د دې رسنیو منځپانګه باید د عامه ذهننو د «خرابۍ» او نااسلامي او غیر افغاني کلتورونو ته وده ور نه کړي.

په ورته وخت کې هغه ټینګار وکړ چې دا منځپانګې د اسلامي فقي، ادب او کلتور سره سمې وي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي دي چې رسنۍ باید ځوانانو ته د ذهنیت ورکولو په برخه کې کار وکړي. په کابل کې د طالبانو واک ته رسېدو سره ډېری رسنیو خپلو خپرونو ته بدلون ورکړی او یا یې هم بندې کړي دي. موسیقي او طنزي پرګرامونه يې په رسنیو کې بند او د ښځو شتون په رسنیو کې کم شوی دی.