مجاهد

د طالبانو حکومت په تشکیلاتو کې نوې ګمارنې؛ «اقلیتونه او مسلکیتوب پام کې نیول شوی»

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت د نشراتو معین ذبیح‌الله مجاهد د حکومت په تشکیلاتو کې د نویو ګمارنو اعلان وکړ چې د ده په ټکو مسلکي کسان دي.

ذبیح‌الله مجاهد نن (سه‌شنبه، ۳۰ د وږي) په یوې خبري ناسته کې د حکومت په تشکیلاتو کې د نویو ګمارنو اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې په دې ګمارنو کې اقلیتونه او نور بېلابېل قومونه هم په کې شته دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، دغه ګمارنې د ملا هبت‌الله اخوندزاده د فرمان له مخې شوې دي. په دې ګمارنو کې دوه وزیران او نور معینان او د ادارو مشران ټاکل شوي دي.

په وزیرانو کې د سوداګرۍ وزارت لپاره نورالدین عزیزي چې په اصل کې د پنجشېر ولایت دی، د سرپرست په توګه ګمارل شوی دی. او د عامې روغتیا وزارت لپاره ډاکتر قلندر عباد د سرپرست په توګه ګمارل شوی دی.

د طالبانو نوي حکومت کې نوې نورې ګمارنې په لاندې ډول دي:

د بغلان ولایت اوسیدونکی د هیواد ملي سوداګر محترم حاجي محمد بشیر د تجارت وزارت د مرستیال په توګه

 د سرپل ولایت اوسیدونکی د هیواد ملي سوداګر محترم حاجی محمد عظیم سلطان زاده د تجارت وزارت د دویم مرستیال په توګه

ډاکټر عبدالباری عمر د روغتیا وزارت د مرستیال په توګه

همدارنګه محترم داکتر محمد حسن غیاثي د روغتیا وزارت د بل مرستیال په توګه

صدر ملا محمد ابراهیم د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه

ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت د مرستیال په توګه

نظرمحمد مطمین د اولمپیک د ملي کمېټې د سرپرست په توګه 

مجیب‌الرحمن عمر د برق او انرژي  وزارت د مرستیال په توګه

غلام غوث د ضد حوادث وزارت د مرستیال په توګه

ډاکټر محمد فقیر د احصایې د مرکزي ادارې د سرپرست په توګه

ګل محمد د سرحداتو وزارت د مرستیال په توګه

ګل زرین کوچی د سرحداتو وزارت د دویم مرستیال په توګه

قومندان ارسلا خروټی د مهاجرینو وزارت د مرستیال په توګه

دکتور لطف‌الله خیرخواه د لوړو زده‌کړو وزارت د مسلکي مرستیال په توګه

نجیب‌الله د اتومي انرژي د ریس په توګه

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د کابینې د دې غړیو اعلان سره وویل، یادي ټاکني چي تر ډیره حده مسلکيتوب او وړتیا یې په نظر کي نیول شوې، د طالبانو د حکومت تشکیلات به نور هم پرې ځواکمن او معیاري شي.