اطلاعات روز: طالبانو د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ته د یو لیک په لیږلو سره د دې سازمان په عمومي غونډه کې د دې ډلې د استازي شتون غوښتنه وکړه.
د بيبيسي فارسي د راپور پر اساس، طالبانو په دې لیک کې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي په لاسلیک لیږل شوی، ویلي چې اشرف غني احمدزی د زمري په ۲۴مه له واکه ګوښه شو او نړۍ نور هغه په رسمیت نه پیژني.
په دې لیک کې ټینګار شوی چې په ملګروملتونو سازمان کې د مخکیني حکومت استازی غلام اسحاقزی دې هم ګوښه شي.
همدارنګه طالبانو په ملګروملتونو کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د وینا غوښتنه وکړه.
له بلې خوا دې ډلې محمد سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي پوست لپاره د نوماند په توګه معرفی کړی دی. هغه په تیر حکومت کې هم د دې ډلې د استازی په توګه کار کړی دی.
د ملګروملتونو ویاند فرحان حق ویلي چې د طالبانو د لیک په اړه د دې سازمان دفتر ریاست سره تر مشورې وروسته، لیک د ملګروملتونو د شپږاویاومې عمومي مجمع د اعتبار کميټې ته لیږل شوې ده.
دا په داسي حال کې ده چې غلام اسحاقزی راتلونکي دوشنبه د ملګروملتونو سازمان غونډه کې وینا کوي. همدارنګه راپور خپور شوی چې که د طالبانو غوښتنه د ملګرو ملتونو له خوا تایید هم شي، هغې ته رسېدنه به د دې سازمان د عمومي مجمع له غونډې لرې وي.
طالبانو چې د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له ګوښه کېدو وروسته د زمري په ۲۴مه د کابل کنټرول په لاس کې واخیست، تر اوسه د رسمي حکومت په توګه نه دی پیژندل شوی. خو طالبانو په مکرر ډول د نړۍ په هیوادونو غږ کړی چې دا ډله په رسمیت وپیژني.