تدروس ادهانوم

ملګري ملتونه د افغانستان د روغتیا سیستم د سقوط مخنیوي لپاره ۴۵ میلیونه ډالر مرسته کوي

اطلاعات روز: د افغانستان د روغتیا سیستم سقوط په اړه د نړیوال روغتیایي سازمان مشر تدروس ادهانوم له خبرداري وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ چې له افغانستان سره به ۴۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

دا پیسې د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو وجهي صندوق له مرکزي بودیجې څخه چمتو کیږي ترڅو د افغانستان د روغتیا سیسټم د سقوط مخه ونیسي.

بشرپاله چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال او عاجل همغږي کوونکي مارټین ګریفیتس نن (چهارشنبه، د وږي ۳۱مه) په یوه بیانیه کې وویل چې دا پیسې به د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ  صندوق (یونیسف) په اختیار کې ورکول کېږي، څو په روغتیایي مرکز کې روغتیایي امکانات، په ځانګړي ډول د کووېډ۱۹ روغتونونو کې د روان کال تر پایه خوندي کړي.

همدارنګه ګریفیتس په خپله وینا کې يې وویل چې درمل، طبي وسایل او د سون توکي په افغانستان کې مخ په خلاصیدو دي او د روغتیایي برخې کارکوونکو معاشونه نه ورکول کیږي.

هغه خبرداری ورکړی چې د افغانستان د روغتیایي برخې ګډوډیدل به (ناورین) رامنځته کړي او د دې ناورین رامنځته کېدو سره، ممکنه ده چې روغتیایي برخې لومړنیو اړتیاوو ته د خلکو لاسرسی پرې شي.

په بیانیه کې ټينګار شوی چې ملګري ملتونه د افغانستان د خلکو ترڅنګ پاتې کیږي او د اړتیا په وخت ورسره مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو مرستې په داسې حال کې اعلانیږي چې د روغتیا نړیوال سازمان رییس تېره ورځ په خپل یو ټويټ کې د افغانستان د روغتیایي سیستم د سقوط خبرداری ورکړی و.

تدروس ادهانوم ویلي و چې د افغانستان روغتیایي سیستم د سختو ننګونو لکه د وسایلو کموالي، درمل او پرسونل، د روغتیایي برنامو دوام لپاره د اړتیا وړ بودجه او د روغتیایي کارمندانو معاشونو او د مسلکي کسان نه شتون سره مخ دی. د ده په وینا، چې د روغتیایي سیستم سقوط سره، ډېر خلک به په دې هېواد کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.