ښوونکی

د ښوونکو معاشونو ځنډېدل؛ «همدا د استادۍ په پیسو به مو د کور لګښت پوره کوو»

خبریال: حبیب الله سراب

د هیواد د نورو ولایتونو په څېر په پکتیا ولایت کې هم د دولتي ښوونځیو ښوونکو له تېرو دریو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي تر لاسه کړي، چې له امله یې اقتصادي ستونزې څو برابره زیاتې شوې دي، دوی وايي، که طالبان یې د تېرو میاشتو د معاشونو غم ونه خوري، نو ځینې ښوونکي مجبور دي، چې د پیسو ګټلو لپاره د ښوونکي دنده پرېږدي او پر ځای يې بل کاروبار ته مخ کړي.

په مرکز ګردېز کې د باغیشاه لېسې ښوونکی معاون نایب اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، د دولتي ښوونځیو د ښوونکو یوه میاشت معاش د تېر نظام او څه کم دوه میاشتې د طالبانو د نظام معاشونه پاتې چې د زیاتره ښوونکو اقتصادي وضعیت له سخت حالت سره مخ شوی دی. نوموړی زیاتوي، چې ډیری ښوونکي د خپلې کورنۍ اړتیاوې هم له همدې لارې پوره کوي.

هغه د طالبانو له ولایتي چارواکو غوښتنه کوي، څو ژر تر ژره دولتي ښوونکو ته معاش ورکړي او د راتلونکي لپاره یې په منظمه طرحه کار وکړي.

نوموړی وايي: «مونږ له تېرو دریو میاشتو راهیسې تنخوا نه دی اخېستې، همدا د استادۍ په پیسو به مونږ د کور مصارف پوره کول، ولې اوس چې مونږ ته معاش نه دی راکړل، نو د ټولو ښوونکو کورنۍ اقتصادي ستونزې څو برابره زیاتې شوې دي، غوښتنه مو دا ده، چې د ښوونکو همدا ناچیزه حق باید ورکړل شي.»

ښوونکي وایي، ډېری له دوی نور عاید نه لري او د استادۍ په همدې معاش کور چلوي.

د دې ولایت په څمکنیو  ولسوالۍ کې د څمکنیو عالي لېسې ښوونکی وارث افګار هم له هغو ښوونکو ډلې دی، چې د خپلې کورنۍ د نفقې ټول مصارف له همدې معاش څخه ترلاسه کوي، هغه وايي، دوه میاشتې یې تنخوا ته انتظار کړی، خو تر اوسه یې په اړه اړونده ادارو اقدام نه دی کړی، نوموړی زیاتوي، چې طالبان دې ښوونکو ته دومره پیسې ورکړي، چې شته ستونزې پرې هوارې کړي.

هغه وايي: «د څمکنیو عالي لېسه چې شاوخوا ۵ زره زده کوونکي لري، ګڼ ښوونکي زده کړې ورکوې، خو همدې ښوونکو ته تر اوسه د معاش په برخه کې اقدام نه دی شوی، کله چې مونږ خپلو دندو ته حاضریږو، نو د طالبانو حکومت هم باید زمونږ د معاش غم وخوري، که داسې ونه شي، نو په وړیا ډول خو څوک چاته درس نه شي ورکولی، ځکه مونږ ته هم د خپلو کورنیو مسوولیت را له غاړې ده.»

شفیق الله د ډڼدپټان ولسوالۍ د ډنډ په انجونو ښوونځي کې دنده لري، هغه اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، د معاشونو ځند او اقتصادي ستونزو ډېرېدو له امله ګڼو ښوونکو دندې پرې او په ناقانونه لارو بهر ته تللي دي، نوموړی اندېښنه لري، که د ښوونکو د تنخواوو ورکړې لپاره اقدام ونه شي، د پوهنې بهیر به له ستونزو سره مخ شي.

شفیق الله په دې اړه وايي: «زه له خپلې سیمې ځینې داسې ښوونکي پېژنم، چې د معاشونو ځنډ او نورو کاروبار پیکه کېدو له امله یې زیاترو له هیواده پښې سپکې کړې او په قاچاقي لارو تللي دي، که همدا ستونزه دوام وکړي او ښوونکو  ته تنخوا ورنه کړي، نو شاید پاتې ښوونکي هم له خپلو دندو استفاء وکړي.»

شفیق الله د ډڼدپټان ولسوالۍ د ډنډ په انجونو ښوونځي کې دنده لري، هغه اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، د معاشونو ځند او اقتصادي ستونزو ډېرېدو له امله ګڼو ښوونکو دندې پرې او په ناقانونه لارو بهر ته تللي دي.

د ښوونکو تنخوا په اړه مو د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ د ملک ابراهیم انجونو لېسې د یو تن ښوونکي احمد الله مجنون وايي، که د دولتي ښوونځي ښوونکي دوه یا درې میاشتې د هیوادنۍ مینې لپاره دنده ترسره کړي، خو د هغه په خبره چې طالبانو ته په کار ده، تر څو د تنخواو په برخه کې د شته ستونزو لپاره دایمي حل لاره پیدا کړي.

ښاغلي مجنون په دې اړه وویل: «مونږ ښوونکي یو بې طرفه طبقه یو، د کار وخت مو مالوم دی او په ډېر کم معاش کار کوو، خو که دوه یا درې میاشتې ګزاره وکړو او د ملي احساس له مخې د معاش غږ پورته نه کړو، نو د وخت په تېرېدو بیا هم له ستونزو سره مخ کیږي، کورنۍ اقتصادي ستونزې مو مخ په ‌ډېرېدو دي.»

په همدې حال کې بیا د تعلیم او تربیې ریاست مسوولین وايي، د ښوونکو تنخوا په اړه یې جدي کار پیل کړی، تر څو په نږدې ورځو کې هغوی ته معاشونه ورکړل شي.

د یاد ریاست مسوول مولوی نیک محمد منیب اطلاعات روز ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې دوی د هغو ښوونکو تصفیه هم پیل کړې، چې په تېر نظام کې یې د خیالي ښوونکي په ډول هوايي معاشونه اخیستل، نوموړی ډاډ ورکوي، چې د پکتیا ولایت د ټولو دولتي ښوونځیو ښوونکو حق به ورته سپارل کیږي.

منیب وايي: «مونږ د ښوونکو د معاشونو په اړه بحث روان کړی، ځینې ټیمونه مو ولسوالیو ته لېږلي، تر څو دقیق ارقام راټول کړي، تر څو هغه خیالي ښوونکي چې پخوا به یې هوايي معاشونه اخیستل له لېست څخه به لرې شي او بله مسله دا ده، چې د تعلیم او تربیې ادارې لپاره ټاکنې روانې دي، چې د هغې مسلې له حل وروسته هر څه منظم شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له یوې خوا د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوې او بل لورته د ښوونکو معاشونه ځنډېدلي، چې له امله یې هغوی له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او د تېرو میاشتو پاتې پیسو غوښتنه هم کوي.