لوګر

لوګر کې د دوو ورونو جسدونه موندل شوي

اطلاعات روز: د لوګر ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست چارواکي په محمداغې ولسوالۍ کې د دوو ورونو د جسدونو موندنه تاییدوي.

دغه جسدونه نن سهار (یکشنبه، ۴ د تلې) د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالي په «سور خاب» سيمه کې موندل شوي دي.

د لوګر ولايت د اطلاعات او کلتور رياست چارواکي هم د پېښې پخلی کوي او وايي، د وژل شويو وروڼو په اړه لومړنۍ څېړنې ښيي چې دوی د شخصي دښمنۍ له کبله وژل شوي او وروسته يې جسدونه د سرخ اب سيمه کې اچول شوي دي.

د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رییس عاکف مهاجر اطلاعات روز ته وويل، چې د رامنځته شوې پېښې په اړه يې څېړنې روانې دي، تر څو د يادو وروڼو د وژل کېدو دقيق مالومات تر لاسه شي.

دا په لوګر کې د طالبانو له حاکميت وروسته لومړنی پېښه ده، چې ځاني تلفات لري.