بېوزله افغانان

طالبانو د امریکا له‌خوا افغانستان ته د مرستو لېږد اسانتیاوو برابرولو هرکلی وکړ

اطلاعات روز: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د امریکا له خوا افغانستان ته د دې هېواد دولتي ادارو، نړیوالو او نارسمي ټولنو او بانکونو د مرستو لېږد کې د اسانتیاوو برابرولو هرکلی وکړ.

د طالبانو ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد پرون (شنبه، ۳ د تلې) پر خپل ټوېټر د امریکا د دې وروستي ګام په اړه د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي څرګندونې خپرې کړې.

ښاغلي بلخي په دې اړه ویلي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د مالیې وزارت د هغه وروستي اقدام هرکلی کوي چي له مخې يې د امریکا دولتي ادارو، نړیوالو او غیر رسمي ټولنو او بانکونو ته اجازہ ورکړل شوې چې د ا.ا.ا سرہ د خوراکي توکو او درمل رسیدو فعالیتونو ته آسانتیاوې برابرې کړې.»

د امریکا له خوا افغانستان ته د مرستو رسولو اجازې ورکولو دا اقدام په داسې مهال ده چې لا هم طالبان د دې هېواد تر بندیزونو لاندې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه هیله ښودلې چې د امریکا متحدہ ایالاتو په شمول ټول ھیوادونه او نړیوال سازمانونه د افغانستان له حکومت سره د اړیکو ټينګښت او له افغان ولس سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د امریکا مالیې وزارت پرون شنبه افغانستان ته د دې مرستو د لېږد سهولتونو برابرولو خبره وکړه.

د امریکا مالیې وزارت چې د بهرنیو مرستو واګې هم لري اعلان وکړ چې دوه جوازونه یې صادر کړي، یو یې د امریکا حکومت، نادولتي سازمانونو او د ملګرو ملتونو په ګډون ځینو نړیوالو سازمانونو ته اجازه ورکوي چې له طالبانو یا حقاني شبکې سره د بشري مرستو په رسولو کې ښکېل شي.

او دویم یې د خوراکي توکو صادرولو او بیا صادرولو، دارو درملو او نورو اقلامو ته اجازه ورکړې.

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو پانګو د کنټرول مشر انډریا ګاسکي په یوې وینا کې ویلي، د مالیې وزارت ژمن دی چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د جریان او د نورو داسې فعالیتونو سهولتونه برابر کړي چې لومړنۍ انساني اړتیاوې تامینوي.

ده زیاته کړه چې واشنګټن د مالي موسسو، نادولتي او نړیوالو سازمانونو په مرسته د کرنیزو، درملو او نورو سرچینو رسولو کې د اسانتیا برابرولو ته ادامه ورکوي، په داسې حال کې چې پر طالبانو، حقاني شبکې او نورو بندیزنه پرځای ساتي.