ننګرهار

جلال‌اباد کې د بې پلېټه لېږدوونکو وسایطو پر ګرځېدو بندیز ولګېد

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دې ولایت په جلال‌اباد ښار کې یې د بې پلېټه وسایطو پر ګرځېدو بندیز لګولی دی.

د دې ولایت د رسنیو دفتر نن (دوشنبه، ۵ د تلې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ښار کې د بې پلېټه رېکشاوو، موټرو او موټرسايکلو پر ګرځېدو د بنديز پرېکړه یې د ښاري نظم لپاره کړې ده.

خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي، چې له دې پرېکړې سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

د سرچینې د پرېکړې له مخې دغه راز په ښار کې د شپې له لوري يواځې مسوولو امنيتي کسانو ته د فعاليت اجازه شوې، نور هېڅ طالب سرتېری د ګرځېدو اجازه نه لري.

سرچینې دغه راز ویلي، طالب سرتېري دغه راز مکلف دي چې د دندې پر مهال د مبايل له کارولو ډډه وکړي او زیاتوي چې باروړونکي موټرې هم ښار ته د ننوتلو اجازه نه لري.