د مور او ماشوم مړینې زیاتېدل؛ لوګر او پکتیا کې روغتیایي چوپړونه سخت ټکني شوي

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتيا او لوګر ولايتونو اوسېدونکي وايي، د تېر حکومت تر سقوط راهيسې لا هم روغتيايي سيسټم له ستونزو سره مخ دی او د نړيوال بانک د روغتيا برخې د تمويل بندېدو وروسته یې د ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې ډېری کلينيکونه او روغتيايي مرکزونه د درملو او نورو امکاناتو له سخت کمي سره مخ دي.

د پکتیا ولایت روغتياپال وايي، چې ډېرو ناروغانو ته لاسرسی نشي کولی او په خبره يې د ځينو اړينو اسانتياوو د نشتون له امله د مور او ماشوم مړينه هم زياته شوې، چې دوی دا د اندېښنې وړ بولي.

د پکتیا ولایت سيدکرم ولسوالي د کوهسين کلينيک ډاکټر فلک نياز اندېښنه ښيي او وايي د هوا په سړېدو ناروغۍ زياتيږي او که په خبره يې وضعيت داسې دوام وکړي، ښايي د ناروغيو شمېر زيات شي، چې د مړينو احتمال هم لري.

نياز وايي: «په عاجل څانګه کې مو لږ، لږ دواګانې سپمولې او ساتلې دي، خو که هغه ډېر وخت وشي، ۷ يا ۸ ورځې به شي. نور هېڅ شی نشته. تر دې وروسته ژمی راځي، اوس هم هوا سړه شوې ده. روغتون، مريضان او پرسونل اړتياوې لري. خوراک نلرو، څلور مياشتې کيږي، معاش مو نشته.»

د دې ولایت د زرمت لويې او ګڼ نفوسه ولسوالي د پنځوس بستريز روغتون يوه ډاکټر چې د نوم نه څرګندولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، په روغتون کې درمل کم دي او ځینې وخت د بودیجې کموالي له امله د ورځینو مصارفو توان هم نه لري.

نوموړي زیاته کړه، چې ډېری ډاکټران، نرسان او نرسانې د معاشونو د نه ورکړې له امله دندو ته نه حاضريږي او په خبره یې چې طالبان باید په روغتیا برخه کې پرتو ستونزو ته جدي پام وکړي.

هغه وويل: «د روغتون وضعيت ډېر خراب دی. دوا نشته، جنراتور بند دی، تېل ختم دي، د اکسرې او نور ماشينونه د تېلو د نشتون له امله بند دي. شمسي کار نه ورکوي. خلک هم ډېر غريبان دي، ډېر شيان نشي اخيستلی، مونږ هیله لرو، چې دغه ستونزه او هغه امکانات چې ورته په روغتون کې اړتیا لیدل کیږي، باید نوی حکومت یې غم وخوري.»

د پکتیا ولایت سيدکرم ولسوالي د کوهسين کلينيک ډاکټر فلک نياز اندېښنه ښيي او وايي د هوا په سړېدو ناروغۍ زياتيږي او که په خبره يې وضعيت داسې دوام وکړي، ښايي د ناروغيو شمېر زيات شي، چې د مړينو احتمال هم لري.

د څمکنيو د مرکزي روغتون روغتياپال وايي، چې د برېښنا او خوړو نلرلو له امله بستري ناروغان ټول رخصت شوي او عاجل څانګه په خورا محدودو اسانتياوو څو ساعته فعاليت لري.

د ياد روغتون يو تن ډاکټر غني رحمن وايي، چې د روغتون د تېلو لپاره د شهرنو ښارګوټي د ځينو درملتونونو څښتنانو په خپلو پيسو ډيزل پېرلي و، خو په خبره يې هغه کفايت نکوي.

رحمن وويل چې قابلې، نرسان او نور روغتيايي کارکوونکي هم د څو مياشتو معاش نه تر لاسه کولو له امله په دې ډول د کار دوام ته زړه نه ښه کوي.

هغه زياته کړه: «دلته د پنځه ولسواليو مريضان راځي، خو موږ مريضانو ته د ورکولو لپاره څه نلرو. تشويشونه بيخي زيات دي. اپرېشنونه نه کيږي، ولادتونو په وخت مړينې رامنځته کيږي. هر څه په ټپه ولاړ دي.»

د پکتيا حوزوي روغتون مسولين هم وايي چې د ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو د معاشونو، درملو او د روغتون د پرسونل لپاره د خوړو نشتون لويې ستونزې دي.

په دې اړه د حوزوي روغتون مشر ناصر خان وويل: «ښه دا ده چې اوس وارداتي برېښنا شته او ډېره نه ځي، نو ځکه جنراتور ته ضرورت نه پيښيږي، که نه لوی مشکل به و. اوس هم مشکلات زيات او جدي دي او جدي حل ته ضرورت لري.»

خلک هم دې حالت ته اندېښمن دي او له اړوندو نړيوالو بنسټونو د عاجلې پاملرنې غوښتنه کوي.

د د مرکز ګردېز اوسېدونکی ملک واحد ګل اطلاعات روز ته وویل: «خلک دربدره دي، اقتصادي مشکلات په اوج کې دي. د صحت حالت بيخي ډېر له تباهي سره مخ دی. که حالت داسې وي، خلک به له عادي مريضي‌ګانو مړه شي. د صحت دولتي سيسټم خو بيخي فلج دی، هېڅ شی هم نشته.»

د پکتيا حوزوي روغتون مسولين هم وايي چې د ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو د معاشونو، درملو او د روغتون د پرسونل لپاره د خوړو نشتون لويې ستونزې دي.

د پکتيا د عامې روغتيا رييس ملا بخت کريم پاڅون هم يادې ستونزې مني او وايي چې د حل په لارو، چارو يې بوخت دي.

پاڅون زیاته کړه، چې د روغتيا د نړيوال سازمان مشر کابل ته په سفر کې طالب مسولينو ته په ياده برخه کې د همکاري ډاډ ورکړی دی.

نوموړي زياته کړه، چې د بوديجې د نشتون له امله تر اوسه د پکتيا د روغتيايي مرکزونو مسولې نوې قراردادي موسـسې «آډا» هم فعاليت ندی پيل کړی او په خبره يې که هغوی کار شروع کړي، ډېرې ستونزې به ور سره حل شي.

بخت کريم پاڅون وايي: «مشکلات شته، يو څه دوا مو د قول اردو له روغتون نه راوباسله. د حوزوي روغتون او معتادينو د روغتون د خوراک او تېلو لپاره د صحت کميسیون ۱۵ لکه افغانۍ راکړې. نور هم لګيا يو، چې مشکلاتو ته حل لاره پيدا کړو؛ خو مشکلات لوی دي، اميد دی چې همکاري وشي.»

په همدې حال کې بیا د لوګر ولایت اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي، په روغتیايي مرکزونو کې د درملو کموالی او د مسلکي ډاکټرانو دندې ته په وخت نه حاضرېدل د روغتیايي خدمتونو د ټکني کېدو لوی لامل یادوي او له نوي حکومت غوښتنه کوي، چې د روغتیايي برخې لا ښه والي ته باید جدي پام وکړي.

د مرکز پل عالم اوسېدونکي محمد یاسین اطلاعات روز ته په خبرو کې د روان روغتیايي سیستم په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وویل، له یوې خوا په روغتونونو کې د اړونده امکاناتو کموالي او بل پلو ډاکټرانو ته د تنخواو په وخت نه ورکړه، د دې لامل شوې، چې ډاکټران د ناروغانو سمې درملنې ته زړه نه ښه کوي، نوموړی وايي، که طالبان له روغتیايي مرکزونو جدي څارنه ونه کړي، ښايي ډیری ناروغانو ته د روغتیاپالانو له خوا د نه درملنې جواب ورکړل شي.

هغه وویل: «مونږ له یوې خوا جګړې ځپلې یو او بل خوا د نوي حکومت په راتګ سره نړیوالو راباندې مرستې بندې کړې، د نورو ستونزو ترڅنګ په لوګر کې مونږ په روغتیايي برخه کې هم ګڼ مشکلات لرو، کله چې ډاکټر ته معاش ورنه کړل شي، نو هغه به څنګه کار ته زړه ښه کړي، خو زه وایم، چې لومړی باید نوی حکومت ورته د معاشونو غم وخوري او بیا ترې په کلکه له روغتیايي مرکزونو څارنه وکړي.»

د لوګر ولایت اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي، په روغتیايي مرکزونو کې د درملو کموالی او د مسلکي ډاکټرانو دندې ته په وخت نه حاضرېدل د روغتیايي خدمتونو د ټکني کېدو لوی لامل یادوي.

د دې ولایت د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد حنیف وايي، په روغتون کې زیاتره ډاکټران خلکو ته له بهره د درملو اخیستو سپارښتنه کوي، په داسې حال کې چې خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړی وايي: «لوګر کې مونږ روغتون لرو، خو درمل په کې نه لرو، ډاکټر لرو، خو د کار تمه ترې نه لرو، ځکه ناروغ ور وړو، که د درملو ورته ضرورت وي، ډاکټران راته وايي، چې له پلانۍ دواخانې یې راوړه او یا یې له بلې دوخانې راوړه، نو چې درمل په پیسو شي، بیا ملکي روغتون په څه مانا شو، نه امکانات شته او نه هم ډاکټران له زړه کار کوي.»

په لوګر کې د شته روغتیايي ستونزو په اړه د یاد ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریس عاکف مهاجر اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې دوی د روغتیايي برخې له مسوولینو سره ناسته کړې، تر څو په روغتیايي مرکزونو کې پرتو ستونزو حل ته پام وکړي.

د مهاجر په خبره، چې نوي حکومت په لوګر کې ځینو مرکزونو ته درمل او نورو اړین توکي استولي دي.

مهاجر وايي: «مونږ دوه ورځې وړاندې په لوګر کې د روغتیا له ریس سره ناسته درلود، په روغتیايي مرکزونو کې د پرتو ستونزو په اړه مو ورسره خبرې وکړې، نو هغوی هم ډاډ راکړ، چې ستونزې به حل کوي او بله دا چې تېره پنج شنبه مونږ مالومات وکړل، چې ځینو مرکزونو ته درمل او نور توکي هم ورکړل شوي دي.»

که څه هم په لوګر او پکتیا کې د روغتیايي مرکزونو په وړاندې امنیتي ستونزې کمې شوې، خو د نړیوالو مرستو بندېدو له امله په دې برخه کې راپورته شوې ستونزه، چې ډېره جدي بلل کیږي، د روغتیاپالانو معاشونه او د درملو کمښت دی.