اطلاعات روز: د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي وايي، د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهرشاه د دورې اساسي قانون، اسلامي احکامو سره د متضادو موادو په استثنا دغه قانون به د دې ډلې لخوا لنډې مودې لپاره نافذ شي.
د طالبانو عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې عبدالحکیم شرعي دا موضوع تیره ورځ (دوشنبه، د تلې ۵مه) په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره په لیدنه کې یاده کړې ده.
همدارنګه هغه په دې لیدنه کې ویلي، هغه قوانین او نړیوال سندونه چې له اسلام او د طالبانو له حکومت او اصولو په خلاف نه دي، د دې ډلې له خوا څخه به ورته درناوی وشي. د طالبانو د عدلیې سرپرست زیاته کړه چې دا ډله له نړی سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
له بلې خوا هغه د سیمې نړیوالو هیوادونو ته ډاډ ورکوي چې طالبان به اجازه ور نه کړي تر څو د افغانستان له خاورې څخه د هغوي پر ضد کار واخستل شي.
په کابل کې د چین سفیر هم ویلي چې هیواد يې طالبانو سره د ډیپلوماټيکو اړیکو د ساتلو غوښتونکی دی. هغه زیاته کړه چې چین هڅه کوي پر طالبانو بندیزونه لرې کړي.
د محمدظاهر شاه د وخت قانون په کال ۱۳۴۳ کې نافذ شو. دا قانون د طالبانو له سقوط وروسته د انتقالي دورې په جریان کې هم په موقت ډول نافذ شو. وروسته بیا په ۱۳۸۲ کې نوی اساسي قانون تصویب شو.