تورخم

پېښور کې لاریونونه؛ په تورخم تګ راتګ دې په تذکره وشي

اطلاعات روز: د تورخم دروازې د پرانیستلو په موخه له ډیورنډ فرضي کرښې په هغه غاړه پېښور کې لاریونونه شوي دي.

تازه لاریونونه نن (شنبه، ۱۰ د تلې) د لنډي کوتل په نوم سیمه کې شوي، چې لسګونو وګړو پکې ګډون کړی و.  لاریونوالو ویلي، غوښتنه یې له څه مودې راهیسې دا ده، چې تورخم دروازه دې ژر تر ژره پرانیستل شي.

دوی وایي، دواړه غاړې هم د پاکستان او هم افغان غاړې ته د طالبانو مشران باید د تورخم پر دا ډول پرانیستل کېدو هوکړه وکړي، چې خلک په تذکرو تګ راتګ وکړی شي.

په لاریونوالو کې کشمیر خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته په را استولي پېغام کې ویلي، چې دا لاریونونه دواړو خواوو ته د افغانانو او په ځانګړې توګه د پښتنو پر وړاندې د ستونزو د اواري په موخه دي.

هغه ویلی، پښتانه د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته خپلوي او راشه درشه لري او له کله چې پر تورخم تګ راتګ په پاسپورت شوی، خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

کشمیر خان زیاتوي: «مونږ دا مظاهرې له دې امله کوو چې د تورخم لاره باید ژر خلاصه شي او بله دا چې په تذکرو خلک تګ راتګ وکړای شي، اوس خو خلک دواړو خواوو ته بند دي، له مړي ژوندي او هرڅه پاتې دي. مونږ هم له طالبانو او هم پاکستان له حکومته غواړو چې دا لاره په تذکرو د ولسونو لپاره خلاصه کړي.»

د ډیورنډ هغې غاړې «لنډي کوتل» سیمه کې لاریونوال وایي، که تورخم خلاص نه شي نو لاریونونه به یې لا پراخ شي او په ډېرو سیمو کې به خلک را پاڅېږي.

محمداغا په پېښور کې یو استوګن دی، چې نېمه کورنۍ یې د ننګرهار په اتمه ناحیه کې ژوند کوي او نیمايي کورنۍ یې د پېښور په «پندو» کې ژوند کوي. هغه وویل، چې اوس مهال یې هر ډول تګ راتګ بند شوی او تګ راتګې نه شي کولاي. هغه وایي، پخوا چې پر تورخم له پاسپورت او وېزې پرته خلکو تګ راتګ کاوه، نو د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته د ولسونو ژوند هم ښه و، خو له هغه چې له وېزې او پاسپورت پرته تګ راتګ نه کېږي خلک له ستونزو سره مخ دي.

پاکستانیو چارواکو د جمعې په ورځ د تلې په ۹مه په تورخم کې د ګیټ پاس مسله حل کړه، خو د لارې د خلاصون په اړه لا تراوسه څه نه دي ویل شوي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ او له هېواده د امریکایي ځواکونو په وتلو سره ګڼ شمېر افغانان د پاکستان له لارې بهرنیو اروپایي او امریکایي هېوادونو ته د تلو په تکل دي.

د کابل_اسلام‌اباد ترمنځ الوتنې بندې دي او ګڼ شمېر خلک د تورخم له لارې پاکستان ته د تلو نیت لري.

دوی وایي تورخم باید په عادي توګه پرانیستل شي، تر څو وکولی شي له هېواده بهر ته ولاړ شي، ځکه وضعیت نازک دی. په تورخم کې دوه ځله د طالبانو او پاکستانیو ملېشو د مشرانو ترمنځ د تورخم د عادي پرانیستل کېدو په تړاو خبرې هم شوې، خو پایله یې نه ده لرلې.

ځینې معلومات دا دي، چې دغو خبرو ځکه پایله نه ده ورکړې، چې طالبانو غوښتل په تورخم د خلکو تګ راتګ د پاسپورټ پر ځای په تذکره وشي، چې پاکستاني لوري نه ده منلی.

ها خوا ځینې نور راپورونه وايي، چې پاکستان په افغانستان کې د بندیانو د خلاصون له وېرې تورخم تړلی او د طالبانو دا غوښتنه چې خلک وکولی شي د پاسپورت او وېزې پر ځای په تذکرو تګ راتګ وکړي هم رد کړې ده.

د پېښور په «لنډي کوتل» سیمه کې خلک د تورخم د پرانیستلو په تړاو لاریونونه داسې مهال کېږي، چې افغان غاړې ته له تېرې یوې میاشتې راهیسې زیات شمېر خلک او ان کورنۍ پاکستان ته د تلو په نیت شپې سبا کوي.

دا وګړي ځينې په لره پښتونخوا کې له خپلو خپلوانو کره د تلو په موخه او ځینې یې بیا د اسلام اباد له لارې اروپایي هېوادونو ته د تګ په موخه انتظار باسي. داسې کورنۍ هم شته، چې پاکستان ته د کډوالۍ او پناه اخیستو په موخه ځي، خو په افغانستان کې د پخواني حکومت له پرځېدو سره سم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبر ورکړ، چې دا ځل به خپلې پولې د افغانانو پر وړاندې تړلې وساتي ځکه هېواد یې د کډوالو د جذب لپاره ځای او تابیا نه لري.

اوس مهال د تورخم له لارې یوازې سوداګریز موټر تګ راتګ کولی شي، چې کله کله دا هم بندېږي، خو څرګنده نه ده چې تورخم به څه وخت په عادي توګه خلکو پرمخ پرانیستل شي.