جلال اباد کې جسد

ننګرهار کې دوه جسدونه په ونو کې په ځوړوند حالت موندل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت مرکز جلال‌اباد ښار کې ناپیژنده کسانو دوه تنه وژلي او جسدونه یې په ونو کې په ځوړوند حالت موندل شوي دي.

ځایي باوري سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار (یکشنبه، ۱۱ د تلې) د جلال‌اباد ښار د شپږمې ناحېې اړوند «هډې اخندزاده» سیمه کې دوه جسدونه د زیتونو په ونو کې په ځوړند حالت کې موندل شوي دي.

لا تراوسه مالومه نه ده چې وژل شوي کسانو څوک دي او ولې وژل شوي دي.

تراوسه امنیتي چارواکو هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم د دې پېښې مسوولیت کوم چا او یا کومې وسله ولې ډلې منلی دی.

جلال اباد ښار کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا هدفي وژنو زور اخیستی او عام خلک بیا له طالب چارواکو د دا ډول پېښو د مخنیوي غوښتنه کوي.