وسله

دفاع وزارت: د وسلو او بې‌اسناده موټرو پیر او پلور په مطلق ډول بند دي

اطلاعات روز: طالبان وایي، تر دویم امره د هر ډول وسلو، مهماتو او بې‌اسناده موټرو پیر او پلور په مطلق ډول بند دی.

د طالبانو ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد نن (یکشنبه، ۱۱ د تلې) د ملي دفاع وزارت اړوند یوه خبرپاڼه خپره کړې چې په کې ویل شوي، ځینو نامسووله کسانو د طالبانو په لاس د افغانستان له پرځولو مخکې او وروسته موټر او وسلې ایستلي او هڅه کوي چې ویې پلوري.

خبرپاڼه کې راغلي: «د فتوحاتو په مهال همداراز له فتوحاتو وروسته له دولتي ادارو څخه د غیر مسوولو کسانو له لوري موټران او وسلې ایستل شوې، هم مهال د تېرې ادارې له ځینو اشخاصو څخه وسایط، وسایل، وسلې او مهمات تسلیم شوي او له تسلیمېدو وروسته اړوند ادارو ته نه دي رسېدلي.»

د دفاع وزارت خبرپاڼه وایي، یاد کسان کوښښ کوي چې ترلاسه شوي وسایط، وسایل او مهمات وپلوري، خو یاد وزارت په «جدي» توګه خبر ورکوي چې د وسلو، مهماتو، نامالومه او بې اسناده موټرو اخیستل او خرڅول تر امر ثاني پورې په مطلق ډول بند دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمېدو سره سم، ګاونډیو هېوادونو له هغې ډلې په ځانګړي ډول پاکستان ته د وسلو او نورو نظامي وسایلو د قاچاق راپورونه ورکړل شول، چې دا وېره لا تر اوسه هم پر خپل ځای ده.