پکتیاوال

طالب چارواکی: امریکا ماتې خوړلې؛ افغانستان ته د راتګ په اړه هم ورسره حساب کوو

خبریال: حبیب‌الله سراب

د طالبانو لخوا د کابل پخواني والي عبدالرحمان منصور خبرداری ورکړی، چې د طالبانو نوی حکومت به په نړیواله کچه له امریکا پر افغانستان د شوي یرغل پوښتنه کوي.

نوموړي دغه څرګندونې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو پر وړاندې د طالبانو یو قوماندان سیف الرحمان منصور د فاتحې په مراسمو کې وکړې او زیاته یې کړه، چې امریکا د هغو اشخاصو د له منځه وړلو په بهانه زرګونه افغانان ووژل چې په افغان خاوره کې موجود هم نه و.

نوموړي وویل، که له امریکا او ملګرو هیوادونو یې پوښتنه ونه شي، یو بل زبرځواک به په افغان خاوره کې د خپلو شخصي ګټو لپاره جګړه پیل کړي.

هغه وویل: «لومړی مو د چنګیزیانو د راتګ په اړه چپ خوله ونیوله، له هغه وروسته روسان راغلل او په مونږ یې یرغل وکړ، د هغوی له تګ او ماتې وروسته امریکا راغله، دلته یې سخت ظلمونه ترسره کړل، خو دا ځل مو پریکړه کړې، چې د دوی یرغل په افغان خاوره د دې به پوښتنه کوو.»

د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې جوړې شوې غونډې ته ځینو دیني عالمانو د امریکا تېره شل کلنه جګړه ناکامه او د خپلو شخصي ګټو لپاره وبلله.

دیني عالمانو وویل، چې دوی د امریکا په وتو خوښ دي او نوی حکومت دې د هیواد ابادۍ لپاره مټې رابډ وهي.

د طالبانو لخوا د کابل پخواني والي عبدالرحمان منصور خبرداری ورکړی، چې د طالبانو نوی حکومت به په نړیواله کچه له امریکا پر افغانستان د شوي یرغل پوښتنه کوي.

جوړې شوې غونډې ته له پلازمینې کابل څخه د اهل تشیع قوم دیني عالم سید حسن فاضل د بهرنیو ځواکونو په وتلو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د خپلو شخصي ګټو لپاره جګړه کوله.

نوموړي د طالبانو له نوي حکومت غوښتنه وکړه، چې بهرنۍ سیاست قوي او د بیا ځلې لپاره چاته اجازه ورنه کړي، چې داخلي جګړو ته لاره هواره کړي.

نوموړي وویل: «تاسو ته مالومه شوه، چې د امریکا له ماتې یوه نیمه میاشت تیریږي، خو دلته جګړه او د وینې توېدنې لړۍ بنده شوې، د هر قوم وګړي په ارامه فضا کې ژوند کوي، مونږ له طالبانو غوښتنه کوو، چې له نړیوالو سره د هیواد او خاورې لپاره ښې اړیکې وساتي.»

محمد طاهر انوري بل هغه دیني عالم و، چې ګډونوالو ته یې په وینا کې د امریکا شتون نور په هیواد کې د افغانانو په خیر نه باله او ویې ویل، چې هغوی د خپلو شخصي ګټو او د افغانانو بې برخلیکه کولو لپاره مټې رابډ وهلې وې.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان د زده کړو او پرمختګ خنډ نه دي او خلک کولی شي، چې خپلې زده کړې وکړي.

طاهر داسې وویل: «جګړې مونږ سخت وځپلو، دا هر څه د امریکا له لاسه وشول، هغوی د خپلو ګټو لپاره د افغانانو په سرونو لوبې کولې، دلته یې په بې ګناه وګړو بمباري وکړې، اوس مونږ ډاډه یو، چې طالبان به د خلکو د تعلیم مخه نه نیسي، د پرمختګ مخه به یې نه نیسي.»

محمد طاهر انوري بل هغه دیني عالم و، چې ګډونوالو ته یې په وینا کې د امریکا شتون نور په هیواد کې د افغانانو په خیر نه باله او ویې ویل، چې هغوی د خپلو شخصي ګټو او د افغانانو بې برخلیکه کولو لپاره مټې رابډ وهلې وې.

په همدې حال کې طالبانو له خوا د اوبو او برښنا سرپرست وزیر په دولتي څوکیو اوسني ټاکل شوي اشخاص مسلکي او خپلو دندو ته ژمن وبلل او ویې ویل، چې ځینې کړۍ د نوې ادارې د بدنامي لپاره مغرضانه څرګندونې کوي.

د اوبو او برښنا چارسمبالي عبدالطیف منصور خلکو ته ډاډ ورکړي، چې روان اقتصادي وضعیت به ښه کیږي او له نړیوالو سره به هم سیاسي او اقتصادي اړیکې بیرته عادي حالت ته راوګرځي.

ښاغلي منصور زیاته کړه: «هغه کسانو چې ویل به یې طالب په سیاست نه پوهیږي او له زوره کار اخلي، تاسو ته مالومه شوه، چې د سولې په خبرو کې مو هم سیاست کې بریا خپله کړه او رقیبان مو مات کړل او هم مو په قربانۍ سره نظامي جګړه وګټله، نو راتلونکي کې دې هم خلک هیڅ تشویش نه کوي.»

د طالبانو چارواکي دا خبرې په داسې مهال کوي، چې تر اوس د دوی حاکم نظام کوم هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی، افغان ولس اندېښنه څرګندوي، که د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي، نو خلک به له نورو اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګرېوان شي.