پسته

هلمند کې سږکال د پستو حاصلات زيات شوي

اطلاعات روز: پسته چې د هېواد د نورو ولايتونو ترڅنګ د هلمند کروندګرو يې هم کرکيلي ته مخه کړې، د نورو کلونو په پرتله يې په حاصل کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.

د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ اوسيدونکي لعل محمد چې د پستې باغ لري، د اطلاعات روز سره يې د يوي ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې د يوه جريب پستې له باغ څخه يې ۲۵ لکه افغانۍ په لاس راوړي دي او د نورو کلونو په پرتله په دغه ولايت کې د پستي باغونو ښه حاصلات ورکړي دي.

هغه وايي د پستې د کرکېلې روزنه د نورو کرنيزو توکو په پرتله اسانه ده، خو بیه يې لوړه ده.

نوموړي وويل سږ کال د افغانستان په بازارونو کې يو کيلو پستې قيمت ۷۰۰ افغانۍ وه چې د نورو کرنيزو توکو په پرتله دغه قيمت خورا جګ دی.

ده زياته کړه د پستې په روزنه کې لاهم د يو لړ ستونزو سره مخ دی او د هلمند د کرنې او مالدارۍ رياست له مسوولينو څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

دغه کروندګر وايي که د پستې په باغونو کې د ناروغيو په کنټرول او نورو تنخيکي وسايلو کې له کروندګرو سره مرسته وشي ډير کروندګر به د پستې د باغونو کرکيلې ته مخه کړې ده.

لعل محمد وايي: «ما پر يو جريب ځمکه د پستې باغ جوړ کړی دی د حاصل پر وخت دوه ځله اوبه غواړي سږ کال دغه يو جريب ماته ۲۵ کله افغانۍ راجوړي کړي ځکه د پستي قيمت لوړ دی يو کيلو پسته په ۷۰۰ افغانۍ پلورل کيږي، غوښتنه له مسولينو څخه کوو چې موږ ته د ناروغيو د مخنيوي لپاره دواګانې راکړي او ترڅنګ زموږ د باغونو لپاره د ماشينرۍ سيستم برابرکړي.»

د هلمند د کرنې مالدارۍ رياست لپاره د طالبانو لخوا نومول شوي مشر مولوي حميدالله هم مني چې باغ لرونکي له تخنيکي ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

نوموړی ژمنه کوي چې د پستو او نورو باغ لرونکو سره به د درملو او ځينو نورو اړينو موادو په برخه کې مرستې وکړي.

هغه وویل: «اسلامي امارت د ټولو کروندګرو د ستونزو د حل لپاره ژمن دی او مو به په نږدې ورځو کې هغه دواګانې چې دامهال زموږ سره موجودي دي باغ لرونکو ته ورکړو موږ د اوس لپاره يوازي د مرکزي ادارې امر ته انتظار کوو.»

په افغانستان کې کروندګرو په وروستيو کلونو کې د پستې کرکېلې ته مخه کړې ده او ډېر شمير ستونزو کې خلک له حاصلاتو خوښ ښکاري.