زابل برښنا شرکت

زابل کې د تېلو نه‌شتون له امله یو ساعته دولتي برښنا هم بنده شوه

اطلاعات روز: د زابل ولايت د برښنا شرکت مسوولين وايي، له تېرو څو مياشتو راهیسې يې په دغه ولايت کې د ۸ ساعتونو څخه برښنا ۱ ساعت ته کمه کړې وه، خو اوس د تېلو د نشت له امله د تلې مياشتې له ۱۷مې يو ساغته برښنا هم پر خلکو بندوي.

د زابل ولايت د برښنا شرکت د حفظ او عوايدو مشر حکمت‌الله حيدري اطلاعات روز ته وويل، دوی د تېلو ترلاسه کولو لپاره زياتې هڅې کړي دي، خو و نه توانيدل چې تېل ترلاسه کړي، ځکه اړ شوي چې خپل يو ساعته د برښنا چلاو هم پرې کړي.

هغه وايي، که د تېلو د کمي ستونزه يې حل شي چمتو دي چې يو ځل بیا په عادي ډول فعاليت پیل کړي.

حکمت الله حيدري وايي: «موږ په تيرو وختونو کې ۸ ساعت برښنا ښار ته ورکوله، يوازې به د جمعې په ورځ کمه برښنا ښار ته ورکول کيدله خو د وروستيو تحولاتو وروسته موږ د تيلو د کمي له امله د ۸ ساعتونو څخه برښنا يوه ساعت ته راکمه کړله خو اوس تيل بیخي صفر سول موږ اړ شو چې هغه يو ساعت برښنا هم پرې کړو. که زموږ د تيلو د کمي ستونزه حل شي انشالله يو ځل بیا به د تير په څير عادي فعاليت پیل کړو.»

د زابل ولايت د برښنا شرکت پر فيسبوکپاڼه هم يوه خبرتيا خپره شوې او په کې ليکل شوي چې د ميزان مياشي د ۱۷مې نېټې څخه به په زابل ولايت کې يو ساعت فعاله برښنا د تيلو د نه‌شتون له امله پرې شي.

د زابل ولايت اوسيدونکي د برښنا په پريکيدو سره په غوسه دي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې شته ستونزه حل کړي.

د زابل يوه اوسيدونکي وحيد جانګير اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې که شته يو ساعته برښنا بنده شي، خلک به د زياتو ستونزو سره مخ شي.

نوموړی وايي چې د يو ساعت ډيزلي بريښنا څخه به يې د خپلو اړينو کارونو په ترسره کيدو کې کار اخیسته چې په پريکيدو سره به يې دوی په ستونزو کې شي.

هغه وايي: «موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره دې د جناتورانو لپاره د تيلو غم وخوري مخکي يو ساعت بريښنا وه موږ به خپل هغه اړين کارونه په دغه يو ساعت کې ترسره کول خو اوس چې دغه يو ساعت بريښنا بنديږي خلک به د ډيرو ستونزو سره مخ شي.» داپه داسي حال کې ده چې تردې مخکي د ارزګان د برښنا رياست مسوولينو هم د جناتورونو د خرابیدو له امله د برښنا د پريکيدو خبر ورکړی و، خو وروسته يې د بیاځلي فعالېدو ویلي ول.