خوست کې د مطالعې عامولو هڅې؛ ځوانانو د سړک له غاړې کوچني عامه کتابتونونه جوړ کړي

خبریال: حبیب الله سراب

د سوېل ختیځ زون په خوست ولایت کې یوه ډله ځوانان راپورته شوي او د «فکر جوړلو» تر نوم لاندې یې د مطالعې عامولو په موخه کمپاین پیل کړی. دوی د سړک له غاړې په وړیا ډول کوچني عامه کتابتونونه جوړ کړي، تر څو خلک وکولی شي، په اسانه او وړیا ډول په همدې کتابتونونو کې د خپلې خوښې کتاب مطالعه کړي.

د دې کمپاین مشر نقیب‌الله ځلاند اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی د پنځو مېرمنو په ګډون ۲۵ ځوانانو په ګډه هڅه پیل کړې، تر څو په خوست او پکتیا ولایتونو کې خلک وهڅوي، چې د کتاب مطالعې ته مخه کړي او له بې‌ځایه وخت تېرېدو ډډه وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې اوس مهال یې د خوست ښار په هغو ځایونو کې د کوچنیو عامه کتابتونونو جوړولو هڅه پیل کړې، چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه او ناسته پاسته ډېره وي.

ځلاند وايي: «مونږ له دې وړاندې په خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې په نوم کمپاین پیل کړی و، تر څو خلک له نشه يي توکو کارولو منع کړو، له هغې مبارزې وروسته مو د پنځو خویندو په ګډون ۲۵ ځوانانو چې له مونږ سره کار کوي، د «فکر جوړونې» په نوم اوس کمپاین پیل کړی دی او کوچني وړیا عامه کتابتونونه جوړوو.»

نقیب الله ځلاند همدا راز وویل، چې دوی د سړک له غاړې او په نورو ګڼه ګوڼه ځایونو کې د کوچنیو عامه کتابتونونو ترڅنګ د مطالعې دود په موخه د «کتاب واخلئ او مطالعه وکړئ» د کمپاین د خلکو په موټرونو او لویو لارو کې د لوحې په ډول په لیکنې بڼه هم پیل کړی دی.

ښاغلي ځلاند زیاته کړه، چې په خوست ولایت کې ډیری ځوانان د مطالعې لپاره په پیسو کتابونه نه شي اخیستلی، نو له همدې کتابتونونو به په وړیا ډول ګټه پورته کوي.

هغه وویل: «مونږ په ټولنه کې ډیری ځوانان شته، چې له مطالعې سره ډېره مینه لري، خو هغوی د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی، چې کتابونه په پیسو تر لاسه کړي، نو اوس به دوی په وړیا ډول له کتابونو برخمن کیږي او بله دا چې مونږ د خلکو په موټرو او لویو لارو کې دا شعار هم وړاندې کوو، چې کتاب واخلئ او مطالعه وکړئ.»

ښاغلي ځلاند زیاته کړه، چې په خوست ولایت کې ډیری ځوانان د مطالعې لپاره په پیسو کتابونه نه شي اخیستلی، نو له همدې کتابتونونو به په وړیا ډول ګټه پورته کوي.

د سړک له غاړې د عامه کتابتونونو جوړېدل او د مطالعې دود په موخه پیل شوی کمپاین د خوست ولایت د اوسېدونکو له توده هرکلي سره مخ شوی دی، د یاد ولایت د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکی نورالله نوري اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دا ځوانانو ته یو ښه پیغام رسوي او هغوی د مطالعې لورته بیايي.

نوموړي وویل: «په خوست کې چې کومو ځوانانو د مطالعې دود په موخه د سړک له غاړو او نورو ځایونو کې کتابتونونه جوړ کړي او یا پرې اوس هم لګیا دي، دا یو ډېر نېک کار دی، ځوانان دې ته تشویق کیږي، چې مطالعه وکړي او د خپلې خوښې کتاب له همدې کوچنیو کتابتونونو په وړیا ډول تر لاسه کړي.»

د دې ولایت د مرکز اوسېدونکی او د شیخ زاهد پوهنتون زده کړیال ولي جان هم د مطالعې دود په موخه د پیل شوي کمپاین هرکلی وکړ، هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دا ډول حرکت به د ځوانانو عبث وخت تېرېدو مخه ونیسي او همد به یې د کتابونو مطالعه کولو څخه پوهه تر لاسه شي.

زاهد وايي: «مونږ چې کتاب پلورنځي ته ورځو، نو په یو کوچني کتاب زیاتې پیسې ورکوو، خو که دا ډول کتابتونونه موجود وي، نو بیا هر څو کولی شي، چې په وړیا ډول کتاب تر را واخلي او مطالعه یې کړي، بله دا چې د انتظار پر مهال له بې ځایه وخت تېرېدو هم مخه نیول کیږي.»

د فکر جوړونې په نوم د مطالعې دودونې په دې کمپاین کې مېرمنو هم برخه اخیستې ده.

په همدې حال کې بیا په خوست ولایت کې د یو دولتي ښوونځي ښوونکي محمد وزیر لکڼوال وویل، چې ټولنیزو رسنیو زیاته کارونه په مطالعې سیوری غوړولی، هغه زیاتوي، چې ډیری ځوانان د کتاب لوستلو پر ځای ګېمونه او نورې ټولنیزې رسنۍ زیاتې کاروي، چې دې چارې په خوست ولایت کې د مطالعې دود پیکه کړی دی.

نوموړي وویل: «دا ډېر ښه کار دی، چې ځوانان باید مطالعه وکړي او کتاب ولولي، خو اوس چې زه کوم ځوانان وینم، زیاتره یې په مبایلونو کې بوخت وي، ګېمونه کوي او یا هم فیسبوک او نورې رسنۍ کاروي، چې له امله یې د له کتاب لوستلو سره د ځوانانو فاصله زیاته کړې.»

دا لومړی ځل نه دی، چې په خوست یا پکتیا ولایتونو کې د مطالعې عامولو په موخه ځوانان مټې رابډوهي او د مطالعې عامولو هڅه کوي، بلکې له دې وړاندې هم په وړیا ډول په مرکز او ولسوالیو کې ځینې عامه کتابتونونه پرانیستل شوي، په کلیو او بانډو کې وړیا کتابونه وېشل شوي، او نورو بېلابېل شعارونه په دې برخه کې د ځوانانو له خوا وړاندې شوي، خو د نه پاملرنې له امله یې زیات دوام نه دی کړی.