اطلاعات روز: د طالبانو سرپرستې کابینې پرېکړه کړې چې د برښنایي پېژندپاڼو وېش د پخوا په څېر پیل کړي.
باختر اژانس نن (یکشنبه، ۱۸ د تلې) خبر ورکړی چې د طالبانو سرپرستې کابینې پرېکړه کړې چې د احصایې او مالوماتو ملي اداره دې د تېر په څېر د برښنایي پېژندپاڼو وېش ته دوام ورکړي.
د الکټرونیکي پېژندپاڼو د وېش بهیر هم لکه د نورو ملي پروسو په څېر د زمري په ۲۴مه کله چې طالبانو افغانستان ونیو، بند شو. که څه هم کابینې د دې پروسې د پیل پرېکړه کړې خو کره نېټه یې لا نه ده یاده کړې چې کله به پیلېږي.
همدا څو ورځې وړاندې د پاسپورټ وېش لړۍ هم پیل شوه. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي د پاسپورټ پیل مراسمو کې ویلي ول چې پاسپورټونه به په پخواني نوم (د افغانستان اسلامي جمهوریت) او لوګو وېشل کېږي.
د پاسپورټ له پیل تر دې دمه چې یوازې څو ورځې کېږي، په دې ادارې د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله د بېنظمۍ راپورونه ورکول کېږي.