اطلاعات روز: طالبانو خپلو لیکو کې د مفسدو کسانو د چاڼ او ایستنې خبر ورکړی. دوی د دې کار لپاره د «صفوفو د تصفیې کمېسیون» په نوم ځانګړی کمېسیون جوړ کړی دی.
د دې کمېسیون مرستیال جنرال ملا شېرمحمد شریف نن (چهارشنبه، ۲۱ د تلې) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې خبریالانو ته وویل، چې دوی به ډېر ژر خپلو لیکو کې د مفسدو او ناوړه ګټې اخیستونکو چاڼول پیل او لرې به یې کړي.
اخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي پر خپل ټوېټر لیکلي، دوی دا کار هغه مهال پیل کړ چې د طالبانو لیکو کې ځینې «نااهله» کړۍ ولیدل شوې.
هغه لیکلي: «دا موضوع وروسته له هغي څېړل کېږي کله چې په دې پاک صف کې ځینې نااهله کړۍ ولیدل شوې. یو د فساد ظلم او وحشت څخه پاک نظام جوړوو.»
په ورته مهال ښاغلي خوستي د داعش ډلې د نیول شویو غړیو په اړه وویل، چې دغه کسان به د اسلامي نظام پر ضد د بغاوت کوونکو او خوارجو په اړه د شریعت د حکم پر اساس محاکمه کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د داعش ډلې غړیو په تور ګڼ شمېر کسان نیولي دي.