اطلاعات روز: د طالبانو د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي، د پاکستان (PIA) او کام ایر خصوصي هوایي شرکتونه باید د کابل – اسلام اباد ترمنځ د ټکټ بیه راکمه او د پخوا په څېر کړي.
د ملکي هوایي چلند ادارې نن (پنجشنبه، ۲۲ د تلې) پر خپلې فیسبوکپاڼې یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له دغو شرکتونو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له خوا د ټکټونو بیې کمېدو غوښتنه کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شرکتونه باید د خپلو ټکټونو بیې، د طالبانو په لاس د افغانستان له نسکورېدو وړاندې بیو ته راکمې کړي.
د ملکي هوایي چلند په دې خبرپاڼه کې دې شرکتونو ته خبرداری ورکړل شوی چې که یاد شرکتونه دغه بیې راکمې نه کړي، د کابل – اسلاماباد پر مسیر د دوی الوتنې به بندې کړي.
خبرپاڼه کې راغلي: «ټول مسافرین او مراجعین دې د تخلف او ټکټ لوړوالي په صورت کې په دې هکله د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سره مرسته او مستند اسناد وړاندې کړي.»
د طالبانو په لاس د افغانستان نسکورېد وړاندې دغو خصوصي شرکتونو د یوه ټکټ بیه له ۱۵۰ تر ۲۰۰ امریکایي ډالرو وه، خو له د مخکیني حکومت له پرځېدا تراوسه دغه بیې ان ۲۵۰۰ ډالرو ته پورته شوې وه.