ارزګان ماهیان

ارزګان کې د کبانو نسل ختمېدا وېره؛ «خلک یې په برښنا او زهري موادو نیسي»

اطلاعات روز: د ارزګان په مرکز ترينکوټ، چناتو، خاص ارزګان او د چوره ولسوالیو په سيندونو او ازادو اوبو کې هره ورځ خلک په زهري موادو، برښنا او نورو نامناسبو لارو کبان نیسي.

د ارزګان د مرکز ترينکوټ «سرخم» سيمه چې د ترينکوټ ښار څخه په څو کيلومترۍ کې پرته سيمه ده د جګړو پرمهال ورته د خلکو لاسرسی نه وه، خو د جګړو په ختمېدو سره دغې سيمې ته اوس هره ورځ لسګونه کسان ورځي.

خو ورغلي کسان په دې سیمه کې په ناقانونه توګه کبان نیسي.

يوه اووه کسيزه ډله چې د سرخوم په سيمه کې د برق په مرسته د ماهيانو په نیولو بوخت دي، اطلاعات روز سره په خبرو کې د ماهيانو دغه ډول نېول د انديښنې وړ يادوي.

فضل قوي الياس چې د کبانو د نېولو د دغې ډلې مشرې کوي وايي د دوی په څير لسګونه کسان دغه ډول د ارزګان په سيندونو کې د کبانو نیونه ترسره کوي.

هغه وايي د کبانو نیول د برق او زهري موادو په واسطه ځکه خطرناکه عمل دی چې د کبانو بچي په کې وژل کيږي.

هغه د کرنې رياست له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه چې په نامناسب ډول دې د ماهيانو دغه ډول نیول بند کړي او د ارزګان ماهيان دې وژغوري.

فضل قوي الياس وويل: «دلته موږ راغلو د ماهيانو د نېولو  په هدف زموږ په څېر لسګونه کسان هره ورځ دلته ماهيان په برق او يا هم په زهري دواګانو نيسي ښار ته په نږدې سيمو کې اوس د ماهيانو نسل ختم شوی دی. خلک اوس ليرې سيمو ته پسې ځي، موږ د کرنې رياست له مسوولينو غواړو چې د ماهيانو د نیولو لپاره دې يوه طرحه جوړه کړي.»

د رفيع الله په نوم په سيمه کې يو بل د کبانو نېوونکي وويل، دوی د برق په واسطه په سيندونو کې ماهيان نيسي خو په خبره يې چې کوچني او هغه ماهيان چې د استفادې وړ نه وي بیرته يې اوبو ته خوشې کوي.

هغه بیا د ماهيانو دغه ډول نیول غير قانوني نه ګڼي او د نورو خلکو څخه هم غوښتنه کوي چې د ماهيانو د نیولو پر وخت دې له احتياط څخه کار واخلي.

هغه وایي: «موږ چې دلته ماهيان ونيسي بیا يې کوچني بچيان اخلو او بیرته يې اوبو ته خوشې کوو له نورو خلکو څخه غواړو چې زموږ په څېر دې دوی هم هغه ماهيان چې کوچني وي اوبو ته دې خوشې کوي.»

د ارزګان ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي د غير قانوني ماهيانو د نیولو څخه خبر دي، خو تراوسه په دې برخه کې جوړه شوې طرحه نه لري.

د دغه رياست د کرنې د اطلاعاتو مشر قدرت الله حميدي وايي، دوی هم په غير قانوني ډول د کبانو نیولو اندېښمن کړي دي او په راتلونکې کې به يې د مخنیوي لپاره پلان جوړ کړي.

هغه وايي په ارزګان کې په سيندو او ازادو اوبو کې کبان زيات دي خو وايي غير قانوني نېونه د ماهيانو نسل ختموي او خلک باید د دغه ډول نیونو څخه لاس واخلي.

حميدي وويل چې په دغه ولايت کې ډير خلک د ماهيانو په غير قانوني نیونې روږدي شوي دي.

قدرت الله حميدي وويل: «ځيني کسان يې د زهرو او ځینې خلک يې د برق په واسطه وژني، دغه يوه غټه ستونزه ده موږ هڅه کوو په دې برخه کې يوه طرحه جوړه کړو ځکه ماهيان د اوبو شتمني ده موږ به داسې يو طرحه جوړه کړو چې په مشخصو ځايونو کې د مسلکي خلکو په واسطه ماهيان ونيول شي.»

د ماهيانو نامناسبه نیونه ځکه د انديښنې وړ ده چې د ماهيانو بچي هم ورسره وژل کيږي او په راتلونکې کې به په دغه ولايت کې د ماهيانو شمېر صفر ته ټيټ شي.