ترکاري

ارزګان کې بیوزلي، کروندګر د خامو محصولاتو پلورلو ته اړ شوي

اطلاعات روز: په ارزګان کې د خوراکي توکو لوړ قيمتونه، بيوزلۍ او فقر کروندګر اړ کړي دي چې اومه محصولات وپلوري.

سيدکريم د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د انارو باغ لري چې هر کال به يې په لوړه کچه د انارو حاصلات اخيستل او د پلورلو لپاره به يې ښار ته وړل، خو په هېواد کې د وروستي بدلون له امله سيدکريم هم اقتصادي زيان ليدلی او د مجبورۍ له امله له وخته مخکې اومه انار راټولوي او د پلورلو لپاره يې ښار ته وړي.

نوموړی وايي، په هېواد کې سياسي بدلونونو، د نرخونو لوړېدل او بېکارۍ يې د کور اقتصادي حالت ته زيان رسولی او اړ شوی چې د انارو حاصلات له پخېدو مخکې وپلوري.

هغه وايي اومه حاصلات د پخوا په پرتله په ډير ټيټ قيمت پلورل کيږي خو زياتوي چې فقر او غربت اړ کړی چې دغه کار وکړي ځکه په خبره يې چې په کور کې هيڅ خوراکي توکي د خپلو اولادونو لپاره نه لري.

هغه وايي: «زه هر کال انار د پلورلو لپاره ښار ته وړم، خو سږ کال تاسو پوهېږئ چې نرخونه لوړ دي، بېکاري زياته ده، زه اړ شوم چې له وخت مخکې خپل انار راټول کړم او بازار ته یې د پلور لپاره یوسمه باور په خدای باور وکړه که د يوې شپې ډوډۍ لرمه. زه څه وکړمه د هر شي قيمتونه اسمان ته ختلي دي په هيڅ شي مو توان قسم دی که رسيږي.» 

يوازې انار نه دي چې په دغه ولايت کې له پخېدو مخکې راټولېږي، هغه کروندګر چې په خپلو ځمکو کې سبزي او نور خوراکي توکي کري، هغوی هم له وخته وړاندې د حاصلاتو په راټولولو بوخت دي.

ګل احمد چې په ترينکوټ ښار کې د هندواڼو خټکيو دوکان لري وايي، هره ورځ کروندګر ورته د پلورلو لپاره په زياته اندازه اوومې هنډوانې او خټکي راوړي.

نوموړي اطلاعات روز ته وویل: «دا ټول د کمربندو خلک دي، دوی د خپلې کورنۍ لپاره يوه ګوله ډوډۍ برابروي. که لږ پیسې ورپاتې هم شي، د دوی لپاره ډېر شی دی دلته هره ورځ خلک اومه او له وخت څخه مخکي سبزيجات د پلورولو لپاره راوړي او په نېم قيمت يې موږ ورڅخه اخلو موږ کروندګرو ته هر ځل وايو چې يو څو ورځې يې پريږدی نه دی پاخه شوي خو دوی مجبوره دی خلک هيڅ شي نه لري څه وکړي خود به دغه ډول مېوي د پلورولو لپاره ښار ته راوړي اوس يې زيان هم دوی او هم خلکو ته رسيږي.»

د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين بیا وايي، د حاصلات خراب کفيت وچکالي ده. د دغه رياست د اطلاعاتو امر قدرت الله حميدي وايي، د حاصلاتو د تنظيم لپاره حکومت يو ګډ کمېسون لري او په خبره يې، ياد کمېسون به خلکو ته لارښوونه کوي چې د اومو حاصلاتو راټولو څخه ډډه وکړي.

هغه وايي دغه کميسون ته په دنده وسپاري چې ټولو هغو کسانو ته عامه پوهاوی ورکړي چې اومه او له وخت څخه مخکي محصلات ښار ته راوړي، ترڅو کروندګر له دغه کار څخه لاس پر سر شي.

حميدي وايي: «د حاصلاتو د خرابېدو لامل وچکالي ده، ترڅنګ يې حکومت يو ګډ کمېسیون لري. د حاصلاتو د تنظيم او نورو برخو کنټرول مسوليت ټول د هغه دی.»

ترې دې مخکې د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رياست خبر ورکړی وه چې په دغه ولايت کې وچکالۍ او تېرو جګړو کرنيزو محصولاتو ته ډېر زيان رسولی دی.

په ټول هېواد کې خلک د سخت خراب اقتصادي وضيعت سره لاس او ګريوان دي.

په افغانستان کې د سياسي بدلونو وروسته په ډيرو ولايتونو خلکو د غربت له امله د خلکو کورونو سامانو پلورولو ته اړ شول او د يو شمير ولايتونو څخه داسې راپورنه خپاره شوي چې خلکو د غذايي موادو ترلاسه کولو په هدف خپل ماشوم اولادونه پلورلي دي.