ښوونکی

د افغان ښوونکو حال؛ «د وچې ډوډۍ اخیستو وس نه لرو»

خبریال: احسان‌الله ولسمل

ارزګان کې د لسګونه ښوونځيو ښوونکي وايي، که معاشونه یې ور نه کړل شي، نو له سخت اقتصادي بحران سره به مخ شي او اړ کيږي چې دندې پريږدي.

په ارزګان کې ښوونکي وايي، د عوايدو بله سرچینه نه لري او د دولت لخوا په ورکول کيدونکي معاش به يې ورځنۍ چارې مخ ته وړلې.

نقيب الله د ارزګان ولايت د سيدالخان عالي ليسې يو تن ښوونکی دی، وايي ده او سلګونه نورو ښوونکو له تيرو دوه مياشتو راهیسي معاشونه نه دي ترلاسه کړي؛ هغه امتياز چې د کورني ژوند مهمې اړتياوې يې ور پوره کولې.

نقيب الله وايي په ښار کې يې له دوکاندارانو په دې تمه اړين توکي په پور اخيستل چې يو وخت به يې معاشونه اجرا شي او پاتې د توکو پېسې به ورکړي، خو اوس يې ځکه دغه تمه نسته چې نظام بدل شوی دی.

هغه له اوسنيو مسوولينو غواړي چې د دوی شته ستونزو ته پام وکړي.

نقیب الله وويل: «موږ یو اطاق کې ژوند کوو دوې مياشتې کېږي زموږ د تنخواګانو هيڅ معلومات نشته اوس دوکانداران راسره پور هم نه کوي ځکه موږ معاشونو ته د هيچا هيله نشته که دغه ډول هلته دوام وکړي موږ نه شو کولای چې خپلو دندو ته دوام ورکړو.»

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې ترټولو د لویې او مرکزي ليسې سيدالخان سرښوونکی فيض الله نېکزاد بیا له اوسنيو مسوولينو څخه ځکه ګیله‌من دی چې د دولت د نورو کارکوونکو په څېر يې ښوونکو ته حق‌الزحمه هم نه ده ورکړې.

په ارزګان کې ښوونکي وايي، د عوايدو بله سرچینه نه لري او د دولت لخوا په ورکول کيدونکي معاش به يې ورځنۍ چارې مخ ته وړلې.

هغه اطلاعات روز ته وویل ټول ښوونکي ډېر خراب اقتصادي وضعيت زغمي او په خبره يې که د ښوونکو ستونزو ته پام ونه شي ډېر ښوونکي به اړ شي چې دنده پريږدي.

فيض الله نيکزاد وويل: «د موټرسایکل تيل هم دوی نه لري چې دلته دندې ته ورباندي راشي دغه اوس چې هم ښوونکي راځي د احساس له مخي راځي موږ خبر يو په ټول افغانستان کې دولتي کارکوونکو ته ۲۵۰۰ افغانۍ ورکول شوي دي خو موږ چې هره ورځ دلته راځو او ځان حاضر کوو بیا هم موږ ته پام نه کيږي.»

په ښوونځيو کې مېشت زده کوونکي هم د خپلو ښوونکو د شته ستونزو خبر دي او وېره لري که د ښوونکو ستونزې يې دغه ډول پر ځای پاتې شي د دوی زده کړو ته به زيان ورسيږي.

د ښوونځي يو شمېر زده کوونکي هم له مسوولينو د رامنځته شوو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

په اړه يې دوه تنه زده کوونکي وايي: «دلته زموږ ښوونکي په بیخي بد حالت کې دي اطاقونه يې په کرايه نيولي دي او دوی اوس پېسې نه لري کله چې دوی دغه حالت ته ورسېږي په ذهني ستونزو اخته کېږي او بیا موږ ته ليک لوست نه شي راکولای موږ غوښتنه کوو چې زموږ د ښوونکو معاشونه دي ورکړي.»

په ترينکوټ کې د ملالۍ ليسې يوه ښځينه ښوونکې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، اقتصاد يې دومره کمزوری شوی چې اوس د وچې ډوډۍ اخيستلو وس نه‌لري. هغې له طالبانو د خپل پاتې معاشونو غوښتنه وکړله.

دغه ښوونکي وايي: «موږ ټول ښوونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ يو، نږدې دوه مياشتې کېږي چې تنخوا مو نه‌ده اخيستې، ان د خوړلو ډوډۍ نه‌لرو، له طالبانو غواړو چې د دولتي کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښوونکو معاشونه ژر ورکړي.»

ځینې ښوونکي وایي چې اوس وخت کې ان د وچې ډوډۍ اخیستو وس هم نه لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مرستيال او وياند ذبیح الله مجاهد هم مني چې په ولايتونو کې ښوونکو ته د معاشونو نه ورکړه يوه لويه ستونزه ده.

مجاهد اطلاعات روز ته وویل د ښوونکو د معاشونو د اجرا کيدو پر سیستم يې کار روان کړی او په نږدې وختونو کې به په ټول هېواد کې ښوونکو ته د هغوي معاشونه ورکول شي.

نوموړی وويل: «په ولايتونو کې د ښوونکو د معاشونو ستونزه شته مالي وزارت په دي برخه کې پلان بشپړ کړی دی يوازي ستونزه د بانکونو ده چې موږ څه ډول د ولايتونو مستوفيتونو ته معاشونه انتقال کړو په هغه برخه کې په کار بوخت يو انشاالله د ښوونکو د معاشونو ستونزه به حل شي.»

په ټول هېواد کې د تېر حکومت ملکي کارکوونکي د خپلو تنخواګانو راتلونکي برخليک ته د ارزګان د دغه ښوونکو په څېر انديښنه لري او ځينې ملکي کارکوونکو د طالبانو تر راتګ وروسته په مات زړه خپلو کارونو ته دوام ورکړی دی.