ارزګان

ارزګان کې داعش ډلې خپل بیرغونه درولي

اطلاعات روز: د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ «دهزک» سیمه کې داعش ډلې خپل بیرغونه پورته کړي دی.

د سیمي یوې سرچیني اطلاعات روز ته وویل چې څلور ورځې کیږي چې داعش په یاده سیمه کې تور بیرغونه پورته کړي دی او له خلکو د همکارۍ غوښتنه کوي.

دغه سرچینه وایي، د ولسوالۍ د «زرتالې» او «مرچې» سیمه کې په مسجدونو کې د داعش له خوا په ویشل شویو پاڼو کې لیکل شوي، هغه کسان چې له دوی سره ملګرې کیږي په بدل کې به یې ۳۰زره افغانۍ ورکړي.

سرچینه بیا همدا راز وایي، په سیمه کې طالبانو سخت امنیتي تدابیر نیولي دی.

تراوسه طالبانو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې زمري میاشتې په ۲۴مه د طالبانو په لاس د افغانستان نسکورېدو وروسته داعش ډلې پر طالبانو د ځینو بریدونو مسوولیتونه منلي دي.

دغه بریدونه کابل، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې شوي چې د طالبانو سربېره یې ګڼو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.