تورخم

طالبانو د تورخم ښارګوټي کې ځايي خبریالان ډبولي دي

اطلاعات روز: د تورخم لارې د خلاصېدو او هلته د خلکو د ستونزو د خبري پوښښ په موخه تللي دوه خبریالان وایي، تورخم ښارګوټي کې د ځایي طالبانو له لوري وهل شوي او کامرې یې ور ماتې کړي دي.

د طلوع نیوز خبریال صداقت عورځنګ نن (یکشنبه، ۲ د لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دوی غوښتل چې د تورخم لارې د خلاصیدو او له دې لارې کوزې پښتونخوا ته د تلوونکو مسافرو پر ستونزو راپور جوړ کړي، چې هلته د طالبانو له لوري وهل شوي او کامرې او نور وسایل یې ور مات کړي دي.

نوموړي زیاته کړه تورخم ته د تګ پرمهال یې د کمیسار سره خبرې هم شوې وې. نوموړي سره د جاج نیوز وېبپاڼې خبریال جاوېد رازمند هم و چې وهل ډبول شوی دی.

د طلوع نیوز خبریال صداقت عورځنګ زیاته کړه: «مونږ نن تورخم ته د خبري پوښښ او د خلکو پر ستونزو د راپور جوړولو لپاره تللي وو، هلته زمونږ خبرې له کمیسار سره هم وشوې او کلیپ مو ترې واخیسته خو بیا هم یو طالب پر مونږ ګوزارونه وکړل او زمونږ کامرې یې ماتې کړې او د ټوپکو په کونداغونو یې سخت ووهلو.»

نوموړی له اړونده ادارو غوښتنه کوي چې خبریالانو ته د کار په ساحه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

بل لور ته ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولینو ویلي، چې په تورخم کې یې نن د خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي قضیه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو سره شریکه کړې ده.

د جمهوري نظام له نسکوریدو وروسته او د طالبانو په راتګ سره خبریالان له زیاتو ستونزو سره مخ شوي او وایي، د مسوولو ادارو له لوري نه یوازې مالومات په وخت نه ورکول کیږي، بلکې ډیر کله د خبري پېښو د پوښښ پرمهال ډبول کیږي.