شعیه ګان

پر شعیه‌ګانو د بریدونو اټکل؛ پکتیا کې ځايي اهل تشیع له طالبانو د امنیت تامین غوښتنه کوي

خبریال: حبیب‌الله سراب

د هیواد په کندز او کندهار ولایتونو کې په اهل تشیع وګړو له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، یادو بریدونو په پکتیا ولایت کې هم ځايي اهل تشیع وګړي د خپل امنیت ساتنې په اړه اندېښمن کړي او د طالبانو له امنیتي مسوولینو غوښتنه کوي، چې د دوی د خوندیتوب لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

دا خلک وايي، د داعش له خوا په هیواد کې د اهل تشیع پر وړاندې د نورو بریدونو خبرداري سخت خواشیني کړي او په خبره یې که طالبان یې امنیت ساتنه ونه کړي، پکتیا کې به هم پر دوی ورته بریدونه وشي.

د دې قوم د ځوانانو یو تن فعاله قاري حیدر اطلاعات روز سره په خبرو کې له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د دوی د ژوند او کېدونکو مذهبي مراسمو امنیت تامین لپاره دې هڅې وکړي.

حیدر وايي: «په کندز او کندهار کې چې کوم بریدونه د داعش ډلې له لوري ترسره شول، د هیواد په ټولو ولایتونو کې یې اهل تشیع افغانان اندېښمن کړي او د اسلامي امارت له مسوولینو مو دا غوښتنه ده، تر څو زمونږ د جوماتونو، ژوند او ټولو هغو مذهبي مراسمو د امنیت تامین لپاره اقدمات ترسره شي، چې پکتیا او نورو ځایونو کې ترسره کیږي.»

سید منصور مقصودي پکتیا کې بل هغه ځوان ده، چې په اهل تشیع د داعش ډلې له خوا بریدونو خواشنی کړی او وايي، ګاونډي استخبارات د اسلام او مذهب له نوم په استفادې هڅه کوي، چې افغانان په یو او بل نوم له منځه یوسي.

هغه وايي، پر دوی کېدونکي بریدونه به د عراق او سوریې په ډول مذهبي اختلافاتو رامنځته کېدو باعث نه شي.

نوموړي په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «د اسلام او مذهب دوښمنانو تل دا هڅه کړې، چې افغانستان کې د سني او شیعه ترمنځ تفرقه واچوي، دوی که تل همدا ډول په بریدونو او نورو لارو کوشش وکړي، زمونږ ورته په اطمینان سره وایم، چې هیڅکله به بریالي نه شي، مونږ افغانان یو او د عراق او سوریې په ډول یو بل په مذهب نه سره ویشو.»

پکتیا کې مېشت اهل تشیع د خپل ژوند خوندیتوب ته اندېښمن دي او له طالبانو د امنیت غوښتنه کوي.

پکتیا کې د دې قوم مشران وايي، که بهرني استخبارت په دا ډول بریدونو هیواد کې مذهبي نفاق رامنځته کولو هڅه وکړي، بریالي به نشي.

دوی په پکتیا کې له بېلابېلو سني قومونو خوښ دي او وايي، د دې ولایت ټول اوسېدونکي له توپیري چلند پرته له یو بل سره سالمې اړیکې لري.

قومي مشر سید ګل اقا وویل، چې ګردېز کې پر دوی د شوي برید غم نورو سني قومونو خپل غم وباله او په ټولو مراسمو کې یې ورسره همکاري کړې ده.

اقا وايي: «زه ۷۰ کلن یم، چې دلته په پکتیا کې ژوند کوم، تر اوسه ما دلته د سني او شیع ترمنځ تعصب نه دی لیدلی او نه به هم راپیدا شي، ځکه د پکتیا ټول قومونه په غم او ښادي کې سره یو دي او زمونږ پر جومات چې کومه پېښه شوې وه، پښتنو راسره دومره مشکلات ګاللي، چې هیڅکله به یې هېر نه کړم.»

د خواجه حسن کلي یو بل مشر سید حکیم بیا له طالبانو خوښي څرګنده کړه، هغه وویل، چې واک ته د طالبانو له رسېدو یوه ورځ وروسته یې دوی ته د جومات او نورو مراسمو د امنیت ساتنې لپاره وسلې ورکړې، د حکیم په خبره چې طالبانو ورته ویلي، چې د لا ښه امنیت ساتنې لپاره ځانګړي عسکر هم په دندو وګمارل شي.

ښاغلي سید حکیم وویل: «مونږ د نورو پکتیاوالو ترڅنګ له طالبانو هم خوښ یو، ځکه اوله ورځ چې راغلي، لومړی ناسته یې له مونږ سره کړې او د امنیت تامین په اړه یې راته وسله او نور ډاډ راکړی دی، نو بیا هم همدا هیله ترې لرو، چې زمونږ امنیت وساتي او چاته اجازه ورنه کړي، چې زمونږ په مسجیدونو کې چاودنې وکړي او خلک ووژني.»

قومي مشر سید ګل اقا وویل، چې ګردېز کې پر دوی د شوي برید غم نورو سني قومونو خپل غم وباله او په ټولو مراسمو کې یې ورسره همکاري کړې ده.

په همدې حال کې بیا د پکتیا د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د نورو خلکو ترڅنګ به په دې ولایت کې د میشتو اهل تشیع وګړو امنیت خوندیتوب ته هم ځانګړې پاملرنه کوي.

د امنیه قومندانۍ امنیتي مرستیال قاري تاج محمد اطلاعات روز ته وویل، چې دوی د اهل تشیع امنیت ساتنې لپاره د هغوی ځینې کسانو ته وسله هم ورکړې ده.

نوموړي وویل: «مونږ به په پکتیا کې د هیڅ قوم ترمنځ فرق ونه کړو، د ټولو د سر او مال ساتنه به کوو، که هغه شیعه وي او یا هم سني، دلته چې کوم اهل تشیع وروڼه ژوند کوي، دوی ته مونږ د خپل امنیت ساتنې لپاره وسلې هم ورکړې دي او خپله به یې هم امنیت تامینوو، نو دوښمن به هڅه کوي، چې خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي، ولې مونږ ورته اجازه نه ورکوو او له منځه به یې یوسو.»

شاوخوا دوه کاله وړاندې هم په مرکز ګردېز کې په مېشتو اهل تشیع دوو ځانمرګو بریدکوونکو په مسجید کې دننه هغه مهال چاودنه وکړه، چې ګڼ خلک د جمعې لمانځه لپاره راټول شوي و ل د یاد برید له امله ۶۴ کسان ووژل شول او له سلو ډېره په کې ټپیان شول، خو مسولیت یې هیڅ کومې ډلې په غاړه وانخیست.