پکتیا کې وژل شوی امر

پکتیا کې د تېر نظام د لومړۍ حوزې امنیتي امر وژل شوی

اطلاعات روز: پکتيا کې د تېر نظام د لومړۍ امنيتي حوزې امر عزت الله ارين په مرموز ډول وژل شوی دی.

پرون (یکشنبه، ۲ د لړم) ماسپښين مهال د مرکز ګردېز اړوند په «چوڼۍ» سيمه کې د هغه سرتيري جسد موندل شوی، چې په تېر نظام کې د پکتيا لومړی امنيتي حوزې د آمر په حيث يې دنده ترسره کوله.

د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريس خالقيار احمدزي اطلاعات روز ته د پېښې په تاييد سره وويل، چې عزت الله په مرموز ډول وژل شوی و او جسد يې نن طالبانو حوزوي روغتون ته انتقال کړی دی.

هغه زياته کړه، چې تر اوسه د پېښې په اړه کره شواهد د امنيتي مسوولينو لاسته نه دي ورغلي، خو د هغه په خبره چې څېړنې يې پيل کړې دي.

عزت الله آرين له تېرو څو کلونو راهيسې د پکتيا امنيه قوماندانۍ تر رهبرۍ لاندې په بېلابېلو نظامي برخو کې دنده ترسره کړې وه.