طالبان چین

د چین او طالبانو بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه؛ «افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي»

اطلاعات روز: د طالبانو بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي له خپل چیني سیال وانګ یي سره قطر کې لیدلي او پر بېلابېلو برخو یې خبرې کړي دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم نن (سه‌شنبه، ۴ د لړم) پر خپل ټوېټر د دې لیدنې په اړه یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو پلاوي د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوي سره خبرې اترې کړي دي.

اعلامیه وایي، دواړو لوریو په دیپلوماتیکي اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ، له افغانستان سره د چین بشري مرستې او افغان زده‌کوونکو ته په چین کې د لوړو زده‌کړو د فرصتونو ایجاد او په ټوله کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې پر فرصتونو او ننګونو هراړخیزې خبرې وکړې.
د اعلامیې له مخې طالب پلاوي چین ته ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به د دې هېواد په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد و نه کارول شي.

اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د چین له هراړخیزو مرستو څخه مننه وکړه او په ډاګه یې کړه چې نوی اسلامي حکومت ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د چین په ګډون د هېڅ هېواد پرخلاف نه کارول کېږي.»
ښاغلي متقي دغه راز ویلي، افغانستان پر همکارۍ او تفاهم ولاړ متوازن بهرنی سیاست لري او زیاته کړې یې ده چې چین د دوی په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او په سیمه کې مهم هېواد دی. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان له ثبات څخه د چین په ګډون ټوله سیمه ګټمنېږي.
اعلامیه زیاتوي، افغان لوري چین سره د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د افغانستان د سوداګرۍ پر پراختیا هم ټینګار وکړ.
ښاغلي متقي له چینايي لوري وغوښتل چې د افغان سوداګرو د ستونزو په اواري کې مرسته وکړي او له افغانستان څخه چین ته د ونیکس ماربل، قیمتي بوټو، کیشتې، بادام، وچو انځرو، پستو اینجي او په ځانګړې ډول د جلغوزو صادراتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
افغان لوري له چینايي لوري څخه وغوښتل چې د دوو هېوادونو ترمنځ د مستقیمې سوداګرۍ لپاره باید لارې چارې ولټول شي.
همدارنګه افغان لوري له چینایي لوري څخه وغوښتل چې په چین کې افغان زده‌کوونکو ته د لوړ زده‌کړو زمینې برابرې کړي. اعلامیه وایي، د بهرنیو چارو وزیر له چینایي لوري څخه مننه وکړه چې پخوا یې هم افغان زده‌کوونکو ته سکالرشيپونه ورکړي وو.
اخوا بیا د چین د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د وروستي «مثبت» تحول هرکلی وکړ او په ډاګه یې کړه چې افغانستان او چین تاریخي اړیکې لري.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چین به په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د مشترکو ګټو پر بنسټ کار وکړي او هېڅکله به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. ښاغلي وانګ يي وویل، چې هېواد یې د افغانستان امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.
اعلامیه وایي، چینايي لوري همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان ملاتړ کوي څو د پراختیا لپاره خپله لار په خپله وټاکي.
چین د افغانستان د بیارغونې په برخه کې خپل رول لوبوي. د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد به یې له افغانستان سره بېړنیو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د چین له دې دریځ څخه ځانګړی هرکلی وکړ چې له افغانستان سره سوداګري پراخوي، مثبتو اړیکو ته وده ورکوي او په افغانستان کې د لاسوهنې اراده نه لري.
په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا په موخه کې به په راتلونکي کي هم ګډې ناستې کوي او ګډ میکانیزم به رامنځ ته کېږي.