محمد نبي

محمد نبي بېګانۍ لوبه کې ولې وژړل؟

لیکنه: بهادرخان رحماني

افغان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ شل اوریزو نړیوالو اتلولیو کې بېګاه شپه (دوشنبه، د لړم ۳مه) په خپلې لومړۍ سیالۍ کې سکاټلنډ ملي لوبډلې ته په خورا توپير ۱۳۰ منډو ماتې ورکړه.

د طالبانو په لاس د افغانستان نسکورېدو وروسته دا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ رسمي لوبه وه. دا لوبه په داسې مهال وشوه چې طالبانو په کوردننه هېڅ یوې رسمي غونډه کې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ نه دی ځړولی او نه یې هم د افغانستان ملي سرود غږولی، بلکې پر ځای یې خپل سپین رنګه بیرغ درولی دی.

کله چې طالبانو د روان کال د زمري په ۲۴مه د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت ړنګ او په خپله یې واک ترلاسه کړ، ورسره د افغانستان د نورو ارزښتونو ترڅنګ د ملي درې رنګه بیرغ او ملي سرود په اړه د افغانانو اندېښنې راپورته او عام ولس له یوې مخې د دې ارزښتونو ساتنې زمزې کولې.

ان په یو شمېر ولایتونو کې خلکو د درې رنګه ملي بیرغ لپاره خپل ځانونه قرباني او د خپل مرګ په بیه یې بیرغ هسک کړ.

د افغانستان سقوط په داسې وخت وشو چې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام ته موده کمه پاتې وه. ای سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا په دې جام کې د افغان ملي لوبډلې لوبېدو لپاره افغانستان ته شرط کېښود، چې دوی ته یوازې په درې رنګه ملي بیرغ د لوبېدو چانس ورکوي. ای سي سي دا شرط د دې لپاره کېښود چې د طالبانو حکومت نړیوالو په رسمیت نه دی پېژندلې او نه شي کولی چې په بل بیرغ افغان لوبډلې ته د لوبېدو موکه ورکړي.

همدا وو چې طالبان هم اړ شول څو په دې سیالیو کې درې رنګه ملي بیرغ او ملي سرود ته اجازه ورکړي.

خو د شل اوریز نړیوال جام په لومړۍ لوبه چې بېګاه د سکاټلنډ ملي لوبډلې سره وشوه، د افغانستان ملي سرود غږېدا پر وخت، د افغان ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي وژړل. دا د طالبانو په لاس د افغانستان له نسکورېدو وروسته لومړی ځل و، چې ملي بیرغ رپېده او ملي سرود غږېده.

ښایي د محمد نبي په زړه به تېرېده چې د درې رنګه ملي بیرغ دا رپېدنه او د ملي سرود دا غږېدنه به تر همدې نړیوال جامه وي او نور به تل لپاره ورسره مخه ښه کوي، خو په زړه یې نه اوارېدله او بې اختیاره یې ژړل.

ښاغلي نبي له بریا وروسته پر خپلو ټولنیزو رسنیو که څه هم د خپلو اوښکو تویولو او د ملي بیرغ او ملي سرود په اړه څه نه دي ویلي، خو د مبارکۍ پیغام کې یې لیکلي چې دوی د هېواد او هیوادوالو عظمت او برم ساتلو ته ژمن لښکر دي.

هغه لیکلي: «زما او هر ملي اتل زړه ته نږدې ډیرو گلالیو هیوادوالو!

نړیوال جام کې مو لومړنۍ زوروره او خوندوره بریا مبارک شه؛

مونږ د هېواد او هیوادوالو عظمت او برم ساتلو ته ژمن لښکر یو او انشاالله چې د الله جل عظمته په نصرت به په پوره زور او توان د بریاوو دغه لړۍ جاري ساتو!

مونږ په دې بریا بسنه نکوو بلکه دا مو د مخکې‌تگ نوې سلسلې لپاره لومړنی ګام وو.

د دعاوو په هیله»

اخوا بیا د افغان لوبډلې مخکښ سلو توپ اچوونکي مجیب‌الرحمن چې دې لوبه کې یې نړیوال ریکارډ چې په څلورو اورونو کې یې ۵ وېکټې ترلاسه او یوازې ۲۰ منډې یې ورکړې، خپل کړ او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، هم د بیرغ په اړه وغږېد.

مجیب‌الرحمن په خپلو خبرو کې وویل، چې درې رنګه ملي بیرغ دوی ته مثبته انرژي ورکوي او په دوی کې شور او ولوله زېږوي.

هغه وویل: «کله چې موږ خپل مینه والو ګورو چې دلته موږ تشویقوي، نو زموږ ټول پلیر (لوبغاړي) ډېر خوشحاله کېږي. دې درې رنګه بیرغ سره نو واقعآ موږ ډېر خوشحاله یو او ډېر په ډاډ سره بالېنګ کوو.»  

د محمد نبي اوښکې تویول او د بیرغ په اړه د مجیب‌الرحمن خبرې د ملي درې رنګه بیرغ او ملي سرود ارزښتونو ساتنې لپاره د افغانانو احساسات یو ځل بیا په جوش راوستل او د ټولنیزو رسنیو ډېرو افغان کارنو له طالبانو د دې ارزښتونو ساتنې غوښتنه وکړه.

ډېر افغانانو په خپلو ټولنیزو رسنیو د محمد نبي د ژړا مهال انځور پر خپل پروفایل لګولو او پوسټولو سره د ملي بیرغ او ملي سرود په اړه خپل احساسات ښودلي او د ساتنې غوښتنه یې کوي.

دا چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ او ملي سرود به یوازې د همدې شل اوریزو نړیوالو اتلولیو پورې وي او له هغې وروسته به افغانان د تل لپاره ورسره مخه ښه کوي او که طالبان به یې مني؛ هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.