پکتیا

د پکتیا بزګران: د نشه‌یي توکو نه کر بدل کې دې کرنیزې پروژې پلې شي

خبریال: حبيب الله سراب

پکتیا د هيواد له کرنيزو ولايتونو ګڼل کيږي، چې زياتره اوسېدونکي يې په کرکیله بوخت دي، په دې ولايت کې د کوکنارو کر صفر دی، خو د کرنې برخه کې د کمو امکاناتو له امله په ځينو ولسواليو کې بزګران د چرسو بوټي کري او له همدې لارې اقتصادي اړتياوې پوره کوي.

په تېر کې د حکومت له لوري ځينو ولايتونو ته د کوکنارو او نورو نشه يي بوټو د نه کر په بدل کې يو ميليون افغانۍ ورکول کېدې، چې پکتيا هم له همدې ولايتونو ګڼل کېده،خو له تېرو څو کلونو راهيسې يادې پيسې نه ورکول کيږي.

د پکتيا بزګران او مالداران وایي، په دې ولايت کې  کوکنار نه کري، خو د نشه یي توکو د نه کر په بدیل کې دې ورته ورته د هماغه پيسو ورکړه بيا پيل کړي، تر له يادو پيسو ورته لويې کرنيزې پروژې پلې شي.  

دوی غوښتنه کوي، چې د کرنې وزارت او اړوند ارګانونو له لورې باید د بزګرانو او مالدارانو سره په اقتصادي، کرنيزو، د حاصلاتو د زياتوالي، د زعفرانو د کر، بازارموندنې او نورو برخو کې مرسته وشي، تر څو د نشه يي بوټو کر ته خلک مخه ونه کړي.

د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکی او بزګر حاجي خواني اطلاعات روز ته وويل، چې د کرنې رياست د نه پاملرنې له امله کروندګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د هغه په وينا نورو کلونو کې به د ياد رياست له لوري د تخمونو او نورو وسائلو برخه کې همکاري کېدله، خو د طالبانو په راتګ يادې مرستې بندې شوې دي.

خواني وايي: «ستونزه دا ده، چې په تېر حکومت کې دومره يو څه مونږ ته راکول کېده، چې دا خپله د بزګري او کروندې شته ستونزې به مو پرې حل کولې، خو اوس هغه هر څه نشته، نو که کرنې رياست همکاري ونه کړي، مونږ له خپلې کروندې هيڅ ګټه نشو تر لاسه کولی.»

دوی غوښتنه کوي، چې د کرنې وزارت او اړوند ارګانونو له لورې باید د بزګرانو او مالدارانو سره په اقتصادي، کرنيزو، د حاصلاتو د زياتوالي، د زعفرانو د کر، بازارموندنې او نورو برخو کې مرسته وشي، تر څو د نشه يي بوټو کر ته خلک مخه ونه کړي.

د يادې ولسوالۍ يو بل بزګر زيارت خان بيا د کرنيزو پروژو په پلې کېدو ټينګار کوي،هغه زياتوي، چې تېر حکومت کې پکتيا ته د کوکنارو د نه کر په بديل کې يو ميليون افغانۍ ورکول کېدې او هغه به په رغنيزو پروژو لګول کېدې، خو د نوموړي په وينا اوس دا پيسې قطع شوې او له امله يې د بزګرانو ستونزې ډیرې شوې دي‌.

هغه وويل: «زمونږ ولايت ته به حکومت هر کال يو ميليون پيسې د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې را کول کېدې، خو اوس نشته او که هماغه پيسې هم نه وي او د کرنې رياست پاملرنه هم ونه اوسي، بيا نو مجبور يو، چې د خپلو اقتصادي ستونزو د هواري لپاره نشه يي بوټي وکرو.»

د بزګرانو په وينا نه یوازې دا چې د پروژو نه شتون د دوی کر کیله بې خوند کړې، بلکې وچکالي او د کرونا ناروغۍ هغه څه و، چې ښږ کال يې حاصلات خورا کم شوي دي.

په دې اړه يو تن بزګر جمعه ګل اطلاعات روز ته وويل: «سږ کال له يو طرفه وچکالي وه او بل خوا کرونا هم زمونږ کارونه ټکنی کړل،نو له طالبانو مو غوښتنه دا ده، چې د کرنې برخې ته ځانګړې پاملرنه په راتلونکي کې وکړي، ځکه همدا کرنه ده، چې د يو هيواد اقتصاد په پښو دروي، بزګرانو ته بايد ښه تخمونه ورکړل شي او د بازار موندنې برخه کې ورته زمينه برابره کړي.»

په همدې حال کې بيا پکتیا کې د کرنې رياست مسوولين هم د بزګرانو ستونزې پر ځای بولي او د هواري ډاډ يې ورکوي.

د دې ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست بیا د کرنیزو پروژو د بیا پیلېدو او د بزګرانو ستونزو ته د حلېدو خبره کوي.

د دې ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریس مولوي عبدالرؤف سعید اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې د کرنې وزارت او همکارو موسسو په مټ به يو ځل بيا د کرنيزو پروژو د پلې کېدو لړۍ پيل او د بزګرانو ستونزو حل ته به ځانګړې پاملرنه وشي.

هغه وايي: «مونږ هم دلته پکتيا کې د کروندګرو ااوبڼوالو ستونزې درک کوو او دا ډاډ ورکوو، چې نوی حکومت به تر هر څه وړاندې د کرنې برخې د ودې لپاره هڅی وکړي، مرکز کې مو له وزارت او نورو همکاره موسسو چې دلته پروژې پلې کوي، خبرې کړې او هغوی هم ډاډ راکړی دی.»

که څه هم سږ کال په پکتيا کې د مڼو او جلغوزيو حاصلات د پام وړ زيات شوي، خو د ساتنې او خرڅلاو لپاره يې بيا بڼوال لاس تر زنی ناست دي او له اړوند ادارو د همکارۍ غوښتنه کوي.

هیره دې نه وي، چې د وچکالیو له امله سږ کال د پکتیا په ځینو سیمو کې د غنمو، وریجو او نورو غلو دانو حاصلات اغېزمن شي